افغانستان

غزني: د عامه نظم ساتنې پر  کنډک برید شوی

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په غزني ښار کې د دولتي ځواکونو پر یوه کنډک باندې زوروه چاودنه شوې.

د کورنیو چارو وزارت ویاند «طارق ارین» هم پېښه مني او وايي، نن ماښام ۷:۴۵ دقیقې د غزني ښار اړوند روضه کوتل نومي سیمه کې موټر بم برید شوی.

نوموړي که څه هم د برید د تلفاتو په اړه څه نه دي ویلي، خو ادعاء يې کړې چې تر موټربم برید وروسته په وسلو سمبال بریدګرو غوښتل کنډک ته ننوزي؛ خو له مقاومت سره مخ شوي او له منځه وړل شوي.

دغه برید چې تر دې دمه یې پړه چا په غاړه نه ده اخستې، یوې امنیتي سرچینې یې په اړه  «نن ټکی اسیا» ته وویل، چې چاودېدونکي توکي په یوه ټانګ کې ځای پر ځای شوي وو.

سرچینې دا خبره رد کړه چې ګواکي تر برید وروسته کنډک ته وسله وال ننوتلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx