افغانستانسولې اړوند خبرونه

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړي: نه د بین الافغاني خبرو محتوی راته معلومه ده نه زموږ واک

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د کابل حکومت چارواکي وایي، ډېر ژر به  په دوحه کې د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو پیل شي؛ د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم یو شمېر غړي د مذاکراتو له محتوی او په دې برخه کې له خپل واک ناخبري ښکاره کوي.

د یک تلویزون د راپور په اساس، د حکومتي مذاکراتي ټیم غړو ویلي، چې تر دې دمه له طالبانو سره د خبرو په برخه کې ددوی صلاحیت نه دی ټاکل شوی.

هغوی زیاته کړې، چې د پخلاینې عالي شورا لا هم نه ده تشکیل شوې ، د بین الافغاني مذاکراتو محتوی نامعلومه ده او له طالبانو سره په مذاکراتو کې د حکومت سرې کرښې هم نه دي واضح شوې.

د کابل حکومت د مذاکراتي ټیم غړي داسې مهال له خپل واک ناخبري ښکاره کوي، چې نن په کابل کې د غني مشورتي لویې جرګې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره د یو ټولشموله پلاوی د ټاکل کېدو غوښتنه کړې، تر څو ددوی په خبره، وکولای شي له نوولس کلنو لاسته راوړنو ساتنه وکړي.

په ورته وخت کې د عبدالله عبدالله ویاند وایي، چې د مصالحې عالي شورا تشکیلات بشپړ شوي او تر مشورتي لویې جرګې وروسته به اعلان کړل شي.

فریدون خوځون تېره ورځ له ازادي رادیو سره د خبرو په مهال څرګنده کړې وه، چې په پخلاینې شورا کې د افغانستان د بېلابېلو اقشارو استازي ګډون لري چې له پراخو او هر اړخیزو مشورو وروسته ټاکل شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx