نړۍ

چین په روژه نیولو بندیز لګولی

نن ټکی آسیا: د چین له لوري په اشغال شوي سیمه سینکیانګ کې په مسلمان مارمورینو، زده کوونکو او استادانو باندې بندیز لګول شوی چې روژه به نه نیسي، حکومت په پوهنتونونو او مکاتبو کې اعلانونه کړي چې هیچا ته د روژې نیولو اجازت نشته.

د راپورونو په اساس  د هوا  ادارې د خپلې رسمی وېبپاڼې له لارې اعلان کړی چې دوی خپلو مامورینو ته د روژې نیولو اجازت نه ورکوي، دوی دې روژه نه نیسي.

چینايي حکومت د روژې په اوله ورځ د مسلمانانو لپاره قصدا پخلی کړی و او بیا کور په کور ګرځېدل څو په خلکو قصدا روژه ماته کړي.

د سینکیانګ مسلمانان وايي چې چین دې دوی  خپلو کارونو ته پریږدي، دوی وايي چې چین د بشري حقوقو څخه سرغړونه کوي او دوی شخصي او مذهبي ازادۍ ته نه پریږدي.

سینکیانګ کې د یغور مسلمانان اوسیږي چې د سینکیانګ ۹۵٪ نفوس تشکیلوي.

سینکیانګ چې د څو لسیزو راهیسې د چین  تر اشغال لاندې دی، له تېرو څو کلونو راهیسې حکومت پرې په روژه نیولو بندیز لګوي چې زیات وخت ددغه بندیز له امله د مسلمانانو او کمونست حکومت تر منځ جګړې رامنځته کیږي.

سینګیانګ مسلمانان د تېرو څو لسیزو راهیسې د ازاداۍ لپاره مبارزه کوي خو چینايي حکومت دوی نه پریږدي چې غږ یې تر نورو ورسیږي.

بیجنګ همېشه د هغو بریدونو پړه چې په چین کې کیږي، د سینکیانګ په مسلمانانو اچوي.
دا مهال د یغور لسګونه زره مسلمانان د چین په زندانونه کې شپې سبا کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x