ټکنالوژي

افغانستان کې د هند او پاکستان په پرتله انترنیت څومره په لوړه بیه پلورل کیږي؟

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۹ل): په تېره نږدې کې د افغانستان مخابراتي شرکتونو لپاره د انترنیت بیه د ۱ جي بي په حساب له ۹ څخه ۶.۵ ته راښکته شوې ده خو لا هم د دغه شرکتونو لخوا انترنیت د پخوا په څېر په لوړه بیه پلورل کیږي.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي مشاور حامد پویا رسنیو ته ویلي چې دغه وزارت انترنیت د پاکستان او قزاقستان له هېوادونو په عمده ډول اخلي او بیرته یې په مخابراتي شرکتونو په عمده ډول پلوري.

د نوموړي په وینا پخوا به مخابراتي شرکتونو ته ۱ جي بي انترنیت د ۹ افغانیو په بدل کې ورکول کېده خو د روان کال له وري میاشتې راهیسې دغه بیه ۶.۵ افغانیو ته ټيټه شوې ده.

په دې حساب اوس هم افغانستان کې د هندوستان په پرتله انترنیت نږدې ۳۴ برابره او د پاکستان په پرتله ۷ برابره په لوړه بیه پلورل کیږي.

د مخابراتو وزارت مطبوعاتي مشاور زیاته کړه چې د انترنیت بیې به راټيټوي، په دې لړ کې یوازې سلام او افغان بیسیم شرکتونو یو څه د انترنیت بیې راکمې کړي، خو لا یې هم خپلې ژمنې نه دي عملي کړي.

حامد پویا وایي، دوی چمتو دي په داسې حال کې د انترنیت بیې نورې هم ټيټې کړي چې د مخابراتي شرکتونو لخوا بیې ټيټې شي، «موږ د مخابراتي شرکتونو له خدمتونو راضي نه یو، دا یو ډول ظلم دی او باید ارزانه او په ښه کیفیت خلکو ته خدمات وړاندې کړي».

په عام ډول افغانستان کې د یو جي بي انترنیت بیه نږدې له ۱۰۰ افغانیو لوړه ده، په داسې حال کې چې په پاکستان کې ۲۲ افغانۍ (۴۰ کالدارې) ده، خو په هند کې بیا دغه بیه ۴.۵ افغانۍ ده، د پاکستان په پرتله هېواد کې د انترنیت بیه ۷ برابره او د هند په پرتله ۳۴ برابره لوړه ده.

له دې وړاندې په افغانستان کې مخابراتي شرکتونو په ځانګړي ډول سلام مخابراتي شرکت څو څو واره د انترنیت بیې کمولو ادعا کړې خو پيردونکي وایي چې ټول دروغ دي او د انترنیت بیه د پخوا په پرتله نوره هم لوړه شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x