ورزش

زمبابوې له افغانستان سره راتلونکې سیالۍ لغوه کړې

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د زمبابوې کرکټ بورډ د افغانستان ملي لوبډلې سره د پنځه شل اوریزو سیالیو سیریز د کرونا وبا له کبله لغوه اعلان کړ.

ټاکل شوې وه چې په اګست کې د زمبابوې او د افغانستان ملي لوبډلو ترمنځ د پنځه شل اوریزو سیالیو سیریز ترسره شي خو د زمبابوې کرکټ بورډ وایي دغه سیالۍ د کوویډ-۱۹ له کبله نه شي ترسره کولی.

د زمبابوې کرکټ لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د سیالیو ترسره کولو لپاره تلوسه کې وو، خو ددې لپاره د حکومت اجازې ته لومړیتوب ورکوي، تر څو د لوبغاړو، چارواکو، کارکوونکو او د داسې نورو روغتیا ته سمه پاملرنه وشي. ددوی په وینا زمبابوې کې د کرونا په پېښو کې تازه زیاتوالی راغلی دی.

په زمبابوې کې تر دې دمه د کرونا وبا نږدې ۴.۵زره مثبتې پېښې ثبت شوي چې له کبله یې ۱۰۲ کسان مړه شوي او ۱۳۴۵ بیرته روغ شوي دي.

د زمبابوې کرکټ بورډ په داسې حال کې د سیالیو د لغوه کېدو خبر ورکوي چې له څلور میاشتني ځنډ وروسته یو وار بیا نړیوالې سیالۍ پېل شوي دي.

د کرونا وبا د خپریدو مخنیوي په پار تر څلورو میاشتو پورې ټولې نړیوالې او سوداګریزې سیالۍ لغوه شوې وې خو له تیرې یوې میاشتې راهیسې نړیوالې سیالۍ یو وار بیا راګرځېدلي دي. په دې لړ کې ویسټ انډيز د انګلستان سره سیالۍ ترسره کړې او اوس پاکستان هم پر نړیوالو سیالیو بوخت دی.

بل لور ته یوازې زمبابوې نه، بلکې یو شمېر نورو هېوادونو هم د کرونا وبا خپریدو مخنیوي په پار خپلې سیالۍ لغوه کړي دي، د کرکټ نړیوالې شورا د تازه خبر له مخې د سویلي افریقا او پاکستان، د هندوستان او انګلستان ترمنځ سیالۍ هم لغوه شوي دي.

افغانستان لوبډله به په راتلونکې اکتوبر میاشت کې د استرالیا پر وړاندې یوازینۍ ټيسټ سیالۍ ترسره کړي، که څه هم استرالیا خپلې راتلونکې نږدې ټولې سیالۍ لغوه کړي خو په پام کې لري د افغانستان سره د یاد ټيسټ لوبه ترسره کړي.

باید وویل شي چې د دواړو لوبډلو ترمنځ یادې پنځه شل اوریزې سیالۍ د روان کال په مئۍ او جون میاشت کې ترسره شي خو د کرونا له کبله اګست میاشت ته وځنډيدې او بالاخره د زمبابوې لخوا لغوه اعلان شوې.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x