ورزش

انګلستان ټيسټ لوبه کې پاکستان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمری، ۱۳۹۹ل): د انګلستان کرکټ لوبډلې د پاکستان پر وړاندې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې په حیرانونکې ډول پاکستان ته ماتې ورکړه.

په دغه سیالۍ کې که څه هم د پاکستان لوبډلې لخوا په توپ وهنه او توپ اچونه دواړو برخو کې غوره پېل وشو خو په وروستیو کې نامسئووله کارکردګۍ له ماتې سره مخ کړل.

د دواړو لوبډلو ترمنځ لومړۍ ټیسټ سیالۍ د پاکستان پر توپ وهنه پېل شوه چې د اوپنر شان مسعود او بابر اعظم لخوا غوره کارکردګۍ ترسره شوه، شان مسعود ۱۵۶ او بابر اعظم ۶۹ منډې جوړې کړې.

پاکستان په خپله لومړۍ پاڼۍ کې ۳۲۶ منډې جوړې کړې چې په ځواب کې د انګلستان لوبډله په ۲۱۹ منډو وسوځېدله. په دویمه پاڼۍ کې د پاکستان غوره توپ وهونکي ژر وسوځېدل چې په ټولو ویکټو سره یې یوازې ۱۶۹ منډې جوړې او انګلستان ته د ۲۷۷ منډو هدف وټاکه.

انګلستان د هدف په تعقیب کې لومړی له ستونزو سره مخ شو خو وروسته یې د جویس بټلر او کریس ووکس په مرسته ټاکلی هدف د ۷ ویکټو په سوځېدلو بشپړ او بریا یې خپله کړه.

کریس ووکس په ۱۰۳ منډو جوړولو او ۴ لوبغاړو سوځولو د لوبې غوره لوبغاړی وټاکل شو. د پاکستان لخوا یاسره شاه ۸ ویکټې واخیستې خو په بریا کې یې مرسته ونشوه کړای.

https://twitter.com/ICC/status/1292157938321305600?s=20

د پاکستان او انګلستان ترمنځ ټیسټ سیالۍ وروسته له هغې پېل شوې چې نږدې د څلورو میاشتو لپاره د کرونا خپریدو مخنیوي په پار هر ډوله سپورتي فعالیتونه ځنډیدلي وو.

د یادونې وړ ده چې د دواړو لوبډلو ترمنځ به دوه نورې ټيسټ او درې شل اوریزې سیالۍ هم ترسره شي چې راتلونکې ټیسټ  لوبه به د اګست په ۱۳مه او دریمه به د اګست په ۲۱مه پېل شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x