افغانستان

ننګرهار کې له محبسه د تښتېدلو داعشي زندانیانو په ځای عام وګړي زندانونو ته اچول شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): پنځه ورځې وړاندې د ننګرهار ولایت پر مرکزي محبس باندې د موټر بم او وسله وال برید د خبرونو تر خپرېدلو وروسته ځایي چارواکو د سلګونه داعشي زندانیانو تښتېدل ومنل او ورسره یې هم مهاله د تښتېدلو له ډلې د سلګونه تنو د بیرته نیولو خبرونه خپاره کړل؛ خو تازه راپورونه ښيي، چې امنیتي ځواکونو د تښتېدلو داعشي زندانیانو په بدل کې عام وګړي زنداني کړي.

د انعکاس تلویزون د راپور له مخې، امنیتي ځواکونو د برید په شپه په جلال اباد ښار کې لسګونه عام وګړي د تښتېدلو داعشي زندانیانو په بدل کې زندان ته اچولي، او خپلوانو او د کورنۍ غړو ته یې له هغوی سره د لیدو اجازه هم نه ورکوي.

د راپور په اساس، د برید له شپې وروسته هره ورځ لسګونه کسان د ننګرهار د محبس مخې  ته ورځي او په دې تمه چې د داعشي زندانیانو په بدل کې بندي شوي د کورنۍ غړي او خپلوان به وویني؛ انتظار باسي، خو چارواکي ورته له بندیانو سره د لیدلو زمینه نه مساعدوي.

د یادو کسانو له ډلې یوه تن یې انعکاس تلویزون سره په خبرو کې ویلي «چې اصل بندیان په زرهي موټرونو کې ولېږدول شول او د بندیانو په سر باندې معاملې وشوې، پیسې ترې واخستل شوې ، موږ یې عیني شاهدان یو، عام خلګ یې د بازار او کوڅو نه راوړي دي، پوډریان يې راوړي او دلته یې اچولي.»

یو بل تن سرچینې ته ویلي، چې زوی یې تر اختر وړاندې ننګرهار محبس کې بندي وو؛ خو اوس یې له مړي، ژوندي ناخبره دی او چارواکي ورسره د ملاقات زمینه نه برابروي.


یاده دې وي، چې د ننګرهار د ولایتي شورا یو شمېر غړي هم یادې اندېښنې تاییدوي او حکومت تورنوي چې حقایق نه وايي او د ملت په سترګو کې خاورو شیندي.

د ولایتي شورا دوو غړو «ناصر کامه وال او سهراب قادري» دوې ورځې  وړاندې له ازادي رادیو سره په خبرو کې ویلي وو، چې یاد برید ښايي د زندان د چارواکو په همغږۍ ترسره شوی وي؛ ځکه ددوي په خبره، د برید په ورځ د زندان مدیر او معاون  نه وو او د لویو وینګونو دروازې خلاصې پرېښودل شوې.

هماغه مهال یوې سرچینې «نن ټکی اسیا» ته ویلي وو، چې پر زندان باندې د برید په پلمه داعشي زندانیان د مشرانو جرګې د مشر «فضل هادي مسلمیار» له لوري له زندانه ویستل شوي وو او اوس د چپرهار ولسوالۍ اړوند دولتزو نومي سیمه کې  دنوموړي د ورور «صدیق مسلمیار» تر سرپرستۍ لاندې ساتل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x