نړۍ

ملګري ملتونه: د سعودي په بمبار کې لږ تر لږه د یمن ۹ ماشومان وژل شوي

نن ټکی اسیا (شنبه، ۱۸ زمري، ۱۳۹۹ل): د یمن په شمال کې د یوه هوايي بمبار له امله لږ تر لږه نهه تنه ماشومان وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري مرستو هم آهنګ کوونکي لایز ګرانډ نن د شنبې په ورځ ویلي چې وړمه ورځ پنجشنبه د ماشومانو او ښځو یوه ډله هغه مهال د سعودي الوتکو له لوري په نښه شوه چې د یوې سیمې څخه بلې سیمې ته په موټر کې پر لاره وه.

د ملګرو ملتونو چارواکي دغه پيښه هیښوونکې او په بشپړه توګه نه منونکې بللې.

بلخوا د یمن پر صنعا واکمن د حوثیانو د روغتیا چارو وزارت ویلي چې د پنجشنبې په ورځ سعودي الوتکو د جوف په غرنۍ سیمه کې ۶ ځایه بمبار وکړ چې له امله یې د ابتدائي شمیرو لمخې ۲۰ تنه ملکیان وژل شوي چې اکثره یې ماشومان او ښځي دي.

د سعودي په مشري د ایتلافي ځواکونو ویاند ترکي المالکي رسنیو ته ویلي چې دوی دغه پيښه په جدي ډول څاري.

باید وویل شي چې دا پیښه په تیره یوه میاشت کې دننه دریمه لویه پيښه ده چې ماشومان په کښي وژل کیږي، د تیري میاشتې جولایې پر ۱۴مه نیټه د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د حجا په ولایت کې اوه ماشومان وژل شوي وه او د همدې میاشتې پر ۱۵مه نیټه د خوښیو پر مراسمو برید کې ۱۰ تنه ملکیان وژل شوي وه چې شپږ یې ماشومان او دوه یې ښځي وې.

د کال ۲۰۱۴ راهیسي له کله نه چې د انصارالله ډله (حوثیان) پر پلازمینې صنعا واکمن شول، د سعودي او اماراتو په مشري ایتلافي ځواکونو پر یمن عملیات پيل کړل چې تر اوسه دوام لري او په تیرو شپږو کلونو کې یې تر سل زره زیات ملکیان وژلي او لا جګړه دوام لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x