نړۍ

په کرمه ایجنسی کي ډرون بریدونه وشول

droneنن ټکی آسیا: په کرم ایجنسی کي نن یو وار بیا ډرون الوتکو بریدونه کړي، چي له امله يې ۷ کسه وژل شوي دي.

د خبر له مخي د کرمي ایجنسي په کوزه خوا کي د خرډنډ ، شهیدانو ډنډ، او د غلام ډنډ په سیمو کې درې پر لپسې بریدونه شوي، لومړی برید د وسلوالو پر یوه مرکز شوی، دوهم پر یوه موټر او دریم پر یوه بل مرکز شوی، چي له امله يې د لومړی معلوماتو له مخي ۷ کسه وژل شوي دي، 

ویل کیږي چي اوس هم امریکايي څارګري الوتکي په سیمه کي پروازونه کوي.

د یوه بل خبر له مخي د مهمند ایجنسی د صافي په سیمه کې پر یوه کور باندي نامعلومو وسله والو د امن کمیټي د وګړو پر یوه کور باندي لاسي بمونه غورځولي، چي له کبله يې ۳ وګړی وژل شوي دي، او ځیني نور ټپیان شوي دي.

دا په داسي حال کي چي نن د سنده د صوبې د بهکر په سیمه محمودوالا کي نامعلومو کسانو ناټو ته پر تیل وړونکو ټانکرانو ډزي کړي، او لږ تر لږه ۲ ټانکران سوځیدلي دي، او یو ټانکر چلوونکي هم ټپي شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x