
ولې امريکايانو داسې وکړل؟
عبدالرحمن محمود
ټوله په دې نظر دي چي د مشورتي جرګې جوړول او خلګ ورته را دعوت کول د أمریکا د سفارت کار وو ، غني پکښي فقط د یو روبوټ کردار أداء کړ.
د دوحي په توافقنامه کي په صراحت سره راغلې چي د طالبانو پنځه زره بندیان به د بین الأفغاني مذاکراتو مخکي أزادیږي چي د هماغه توافقنامي له مخي 4600 بندیان أزاد هم شول ، مګر دلته أمریکایانو څه حساسیتونه درک کړل ، لومړی دا چي د دوی ګډاګیان أو أجیران د سولي په روان جریان کي یو مخ بي سهمه او بي برخي پاته شول، د جرګې په جوړولو سره یي یو اندازه قدر خپل غلامان د یو ذي قدرت او جهت په توګه و ځلول.
دوهم داچي د دیموکراسۍ أساس د خلګو د نظریاتو معلومول او له هغوی نه رایه اخیستل دي چي د بندیانو د خلاصون په پروسه کي هیڅ ورته پاملرنه او کتنه نده شوي ، بلکي أمریکایانو خپل پر سر د طالبانو سره تړون وکړ ، نه یي پکښي د خپلو ګډاګیانو او نه یي هم د دوی په اصطلاح له أولس څخه نظر واخیست ، د جرګې په دائرولو سره یي یو قسم له دې ملامتۍ څخه ځان خلاص کړ.
بل دا چي که همدا أزاد شوي بندیان د جنګ و لیکو ته ستانه سي أمریکایانو ته به څوک نشي ویلای چي دا مو ولي خوشي کړه ، ځکه چي د جرګې فیصله وه.
مګر په دې راز یي موږ نه پوهیږو چي دا جرګه یي ولي مخکي نه جوړول چي بندیان نه وه خوشي سوي درحالیکه چي د جرګي فیصله خو هسي هم دوی ته معلومه او د دوی لخوا صادره سوي وه.
خلاصه داچي نور أمریکایان پوه شوي دي چي ددي هیواد اصلي مالک طالب دی او طالب به راځي ، نو سر له اوسه د سیاست په چوکاټ کي ځان ورسره عیاروي او ورسره روابط جوړوي ، او شاید د طالب په ګټه اقدامات هم وکړي چي همدا جرګه یي شاهد بللی سو ځکه چي ظاهرا د جرګې تمایل د طالب بندیانو د خلاصون په طرف دی او دا د طالب په ګټه ده.
یوه ورځ که خیر وو جرګه به جوړیږي خو البته و طالب ته د حکومت د انتقال لپاره او د ګډاګیانو په حق کي د شفاعت لپاره.