ټولنیزه برخه

ځوان نسل له عقیدوي او فکري ګمراهۍ وژغورئ!؟

ډاکټر محمد عمر حماد

امریکا کې میشت افغان، امریکایي ته د پیغور په ډول وویل: دا شل کاله کېږي ستاسو هیواد کې اوسېږم، خپل لمونځ کوم، ګمراه مو نه کړم، ستاسو له خوا د افغانانو د ګمراه کولو خواري عبث ده. امریکایي ورته وخندل، ویې ویل: تا څۀ کوم، ته خو سبا اکسپایر کېږې، زموږ ستا په شان بوډاګانو سره کار نشته، زموږ کار له ځوان نسل سره دی، زوی دې وګوره چې ستا لباس یې پر تن دی که زما!؟ ستا مکتب ته ځي که زما!؟ ستا نصاب وایي که زما!؟ اسلامي فکر ورسره ده، که غربي!؟

یادښت: د صلیبی فکري جګړې طراحان پر خپله خاوره او مستعمره خاورو او نظامونو کې تر وروستي بریده هڅه کا چې ځوان مسلمان نسل د حق له لارې څخه منحرف(کوږ) او پر تغریبي فکر و تغریبي تمدن یې چې د ماده پرستۍ پر اساس ولاړ دی وروزي، دې هدف ته د رسېدو په پار په اعظمي ډول د جوماتونو له هغه مټکورو او سرناخلاصه ملایانو څخه استفاده کوي چې د معاصر جاهلیت مفاسد او اضرار نه پېژني، د دین پر روح نه پوهېږي او ستره هیله او ارمان یې د دین په نوم یوازې مادیات لاس ته راوړل وي. د تمدن و مدنیت پر نوم د مدني ټولنو له فعالانو او سوشل میډیا څخه د زهراګینو تبلغیاتو په پار کار اخلي، تر دې ټولو خطرناکه وسله او وسیله یې تعلیمي نصاب او کریکولم دی چې د تغریبي فکر مواد د ماډرنایزیشن، ترقۍ او پرمختګ پر نوم ور داخلوي او پر ځوان نسل باندې د شهدو پر نوم زهر څښي.

زموږ مسؤلیت: د ایمان او مادیت په روانه معرکه کې د اسلام حق پالونکو داعیانو، د قلم خاوندانو او مسلمانو مفکرینو ته لازم بویه چې ځوان نسل د معاصر جاهلیت پر مفاسدو او اضرار پوه کاندي، د اسلام پر خلاف د صلیبي دښمن د فکري جګړې اسالیب او وسایل مشخص او د خنثی سازۍ په پار یې لازم اقدامات وکا، که مو دا دروند مسؤلیت اداء نۀ کړ د اسلامي دعوت او مبارزې حق مو نه دی اداء کړی او د ځوان نسل د ګمراهۍ او فکري و عقیدوي انحراف پوښتنه به پر ورځ د محشر الله تعالی درځنې وکړي.

محمد عمر حماد

درنښت!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x