افغانستان

غزني کې د عامه نظم پولیسو په کنډک موټر بم چاودنې ۲۳ تنو مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): سیمه ییزو امنیتي چارواکو د غزني ولایت په مرکز کې د عامه نظم پولیسو په کنډک د موټر بم چاودنې او پولیسو ته د تلفاتو اووښتو خبر ورکړی دی.

د غزني د والي ویاند وحیدالله جمعه زاده رسنیو ته ویلي، دا موټربم برید تیر ماښام شاوخوا اته بجې د غزني مرکز اړوند روضې کوتل سیمه کې د عام نظم پولیسو په کنډک ترسره شوی، چې له امله یې ۷ تنه وژل شوي او ۱۷ نور ټپیان دي.

که څه هم نوموړي ویلي، چې له موټربم چاودنې وروسته یو شمېر وسله والو کنډک ته د ننوتلو هڅه کوله، چې د پولیسو لخوا وژل شوي؛ خو یوې سیمه ییزې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط نن ټکي اسیا ته ویلي، چې برید یوازې د موټربم په واسطه ترسره شوی او جګړنه ده رامنځ ته شوې.

د سرچینې په خبره له موټربم چاودنې وروسته نورو پولیسو د خپل ځان له ویرې هوايي ډزې کړي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx