افغانستان

د جلال اباد ښار اوسېدونکي: ښاروالي د نومرو په وېش کې پیسې غواړي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د جلال اباد د ښاروالۍ په انګړ کې راټول شوي یو شمېر لاریون کوونکي وایي، د ځمکو قانوني اسناد ورسره شته؛ خو ښاروالي ترې د وېش په بدل کې د زرګونو ډالرو غوښتنه کوي.

د انعکاس تلویزون د راپور په اساس تېره ورځ لسګونه کسان د جلال اباد ښاروالۍ په انګړ کې راټول شوي و او د ښاروالي چارواکي یې تورنول، چې د ځمکو وېش د قانوني کار په بدل کې ترې د پیسو غوښتنه کوي.

لاریون کوونکو ادعاء کوله چې ۶۰۰ نومرې چې هستوګن یې قانوني اسناد لري او وخت په وخت يې له بېلابېلو  ادارو خپل کارونه خلاص کړي؛ اوس یې د وېش په بدل کې ښاروالي ترې د ۲۰ زره ډالرو غوښتنه کوي.

د لاریون کوونکو له منځه د «عبدالله» په نوم یوه تن تلویزون ته ویلي «د ساختمان رییس کله شل زره ډالر غواړي، کله دېرش زره ډالر غواړي، کله پنځوس زره ډالر غواړي، ګوري زموږ تولې ته، کله چې موږ بیکاره شو او ډېرې زارۍ ورته وکړو بیا خبره یو لک ته وخېږي.»

لاریون کوونکي چې د ښاروالۍ په چارواکو یې د مرګ شعارونه ورکول، ګواښ وکړ که یې ځمکې ونه ویشل شي، دوی به خپله لاس په کار شي او خپلې ځمکې به خپله وویشي.

په ورته وخت کې د ننګرهار ولایت ښاروال «فیصل احمد امیري» بیا د ښاروالۍ دننه فساد ردوي او له لاریون کوونکي غواړي، چې د فساد او پیسو غوښتنې مستند اسناد ورته وړاندې کړي.

د نوموړي په خبره، دا موضوع له څو کلونو راپدېخوا همداسې ناحله پاتې ده؛ نو خلګ دې دوی ته وخت ورکړي، تر څو په دې قضیه کې شوې پرېکړې دوی بیا وڅېړي او په اړه یې ځان پوه کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx