افغانستان

بادغیس کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله  اووښتې

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د بادغیس ولایت په بالامرغاب ولسوالۍ کې د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې ۱۱ ملکیانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د سیمې خلک او طالبان وايي، وړمه ورځ ناوخته د بالامرغاب  ولسوالۍ مرکز ته څېرمه کلابندو دولتي عسکرو ددې ولسوالۍ په جوی خوجي سیمې د ډيسي توپونو او هاوانونو ډزې کړي، چې له امله یې د جومات په حجره کې موجود ۳ زده کوونکي طالبان او یو کلیوال په ګډون ۴ تنه وژل شوي او یو بل ټپي دی.

ددې ترڅنګ د جوی ګنج په سرخلنګ سیمه کې هم د دولتي عسکرو په توپچي ډزو کې د عبدالرزاق ولد خدای نظر په نوم د یو ولسي وګړي کور ویجاړ شوی، د هغه میرمن له درې لوڼو سره یوځای وژل شوې او یوه بله لور یې د ګاونډي له لور سره یوځای ټپیانې شوې دي.

ددې پېښې دواړه ټپیانې ماشومانې د مرکز قلعه نو روغتون ته رسول شوي او روغتیايي وضعیت یې نازک ښودل شوی دی.

باید وویل شي چې د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ مرکز ته څېرمه د دولتي عسکرو کلابند کنډک څخه په دې وروستیو کې د ملکي خلکو په کورونو د هاوانونو او ډیسي توپونو بریدونو زور  اخیستی، چې له امله یې د مالي زیانونو ترڅنګ ګڼو ملکیانو ته مرګ ژوبله هم اووښتې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx