افغانستان

د مشورتي جرګې غړي: جرګه نمایشي وه، د طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه له وړاندې شوې وه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): داسې مهال چې په کابل کې د اشرف غني له لوري د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه د تصمیم نیولو په پلمه مشورتي لویه جرګه رابلل شوې او ښايي، نن دریمه ورځ هم دوام وکړي؛ د یادې جرګې یو شمېر غړي وایي، جرګه هسې نمایشي حرکت وو او د طالب بندیانو په خلاصون باندې له وړاندې پرېکړه شوې وه.

د اطلاعات روز ورځپاڼې د راپور په حواله، په مشورتي لویه جرګه کې د عبدالله او اشرف غني وینا چې د جرګې غړو ته یې د جګړې د دوام او یا هم د طالب بندیانو د خلاصون انتخابونه ورکړل او تر څنګ یې ګډونوالو ته د سپارل شوو پوښتنو څرنګوالي  د جرګې ګډونوالو ته دا په ډاګه کوله چې د طالب بندیانو په خلاصون باندې پرېکړه شوې او جرګه هسې نمایشي ده.

هماغه وو چې تېره ورځ د جرګې پنځوس کمېټو خپلې مشورې او پرېکړې د مشورتي لویې جرګې رهبرۍ ته وسپارلې، او ټولو کمېټو پرېکړه کړې وه، چې طالب بندیان باید خلاص او په دې توګه د افغانانو د خپلمنځي خبرو په وړاندې شته خنډونه لیري کړای شي.

د مشورتي لویې جرګې رییس «عبدالله عبدالله» وویل، چې د پنځوس کمېټو له منځه په هیڅ کمېټه کې د طالب بندیانو له خلاصون سره مخالفت نه دی شوی.

عبدالله له خلګو مننه وکړه، چې د شرایطو حساسیت یې درک کړ.

دغه جرګه چې سلګونه میلیونه افغانۍ بودیجه ورته ځانګړې شوې؛ طالبانو او د افغانستان دننه د بېلابېلو جهتونو تحریم کړې او د سولې په برخه کې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو جوړولو هڅه یې بللې.

د امریکا له لوري د جرګې په تړاو خپره شوې خبرپاڼه کې چې د جرګې په ګډونوالو هم وېشل شوې وه؛ راغلي وو، چې «امریکا پوهېږي چې د جرګې غړي به د طالب بندیانو د سمدستي خلاصون پرېکړه کوي.»

په ورته وخت کې اطلاعات روز ورځپاڼې هم د جرګې له ګډونوالو سره خبرې کړې او په اساس یې ویلی، چې د مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړي د هغه نظر مخالف دي چې د کمېټو د مشرانو له لوري رهبرۍ ته سپارل شوی.

د کابل پوهنتون استاد «سعید احمد سعید» په دې تړاو وایي «که سوله غواړئ بندیان باید ازاد کړئ او کنه جګړه دوام کوي! ښکاره خبره ده چې خلګ څه ډول ځواب ورکوي، که دا جرګه د زندانیانو د خلاصون د لړۍ په پیل کې رابلل شوې واي، ډېره به ښه او د توجیه وړ وای.»

ددوی له منځه یو تن «زاهد پکتیکاوال» په دې نظر دی، چې د طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه له وړاندې شوې وه «که د خلګو نظر ته یې احترام درلودی، د پنځه زره خلاصو شویو بندیانو په اړه به یې پوښتلي و، اوس چې د نړیوالې ټولنې او بېلابېلو جهتونو له لوري فشار زیات شو، غواړي د ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون مسئولیت د خلګو په اوږو واچوي.»

د عارف جویا په نوم د ۲۹ کمېټې یو تن غړی وایي «په کمېټو د طالب بندیانو د خلاصون په اړه موافق او مخالف نظرونه موجود وو، خو موافق زیات و لامل یې دا وو چې په جرګه کې فضا داسې جوړه وه، چې ټول باوري و پرېکړه له وړاندې شوې.»

د جرګې یو بل ګډونوال «عجب خان مسعود» هم په ورته اند دی، او اعتراف لري چې جرګه له نمایش پرته بل څه نه وو.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

دا احمقان اوس پوه سول چی جرګه نمایشی ده.

Back to top button
1
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx