افغانستان

حکمتیار: غني د «پومپیو» له تیلیفون وروسته د بندیانو خوشې کولو ته مجبور شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي، د کابل حکومت چارواکي د امریکایانو د اخطار پایله کې د پاتې  ۴۰۰ طالب بندیانو خوشې کولو ته مجبور شوي دي.

حکمتیار دا څرګندونې  خپلو پلویانو ته د یوې  ناستې په ترڅ کې  کړي او ادعا کوي چې  د کابل حکومت چارواکو له امریکایانو څخه  د دوحې  تړون عملي کولو په بدل کې  د خپل حکومت د پنځه کلنې مودې  د پوره کولو تضمین غوښتلو، چې ورباندې  بریالي  نه شول.

نوموړي داسې ویلي: «چارواکو غوښتل چې د امریکایانو نه دا تضمین ترلاسه کړي چې دا معاهده به په دې نه منتج کیږي  چې ددوی اقتدار پای ته ورسیږي، د پنځو کلونو نور تضمین یې ترې  غوښتلو، د بندیانو د نه خوشې کولو لویه وجه همدا ده، چارواکو له امریکایانو غوښتي چې هغوی ته ډاډ او اطمنان ورکړي چې دا حکومت به ددغو مذاکراتو په نتیجه کې له منځه نه ځي، ولې څه یې  نه دي ترلاسه کړي.»

د حزب اسلامي مشر حکمتیار دغه راز ویلی، چې په قطر کې د طالبانو او امریکایانو ترمنځ توافق شوی چې  د اوسني حکومت پرځای به بل حکومت رامنځ ته کیږي او متحده ایالاتو ژمنه کړې چې دغه چاره به عملي  کوي: «د طالبانو او امریکا ترمنځ چې په کومې خبرې باندې محوري او مرکزي خبرې توافق شوی، هغه دادی چې د اوسني حکومت پرځای به یو بل حکومت راولي، دا په واضح ډول په معاهدې کې لیکل شوي دي، د امریکا تصمیم همدا دی، د کابل حکومت چارواکو غوښتنې دا فیصله نه شي بدلولای.»

حکمتیار دغه راز وايي، د حکومت له لورې زرګونه طالب بندیان له مشورې پرته آزاد شوي؛ خو حکومت غوښتل له پاتې بندیانو د ځان په ګټه کار واخلي چې بریالی نه شو، هغه دغه راز ادعا کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو افغان چارواکو ته خبرداری ورکړی ؤ، چې که چیرې پاتې طالب بندیان آزاد نه کړي، دا کار به خپله امریکا وکړي، نوموړی وايي، د پاتې طالب بندیانو د خلاصون او بین الافغاني  مذاکراتو لپاره نیټه هم ټاکل شوې ده:

«د متحده ایالاتو خارجه وزیر د ټیلیفون له لارې ورته ویلي، معاهده به حتما تطبیق کیږي، ددوی او طالبانو ترمنځ چې کومه معاهده شوې، دا به هرو مرو او له ځنډ پرته تطبیقیږي، زندانیان باید آزاد شي او بین الافغاني مذاکرات باید پیل شي، د د واړو لپاره یې نیټې هم ټاکلي، تر کوم وخت پورې تر کومې نیټې پورې وخت لرئ، تر هغه وخته پورې هم باید بندیان خوشې شي او هم بین الافغاني مذاکرات پیل شي او ورته ویلي یې دي که تاسو یې نه کوئ بیا یې مونږ په خپله کوو.»

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په داسې مهال د کابل حکومت په چارواکو د امریکانو له وارد شوي فشار څخه پرده پورته کوي، چې اشرف غني د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون لپاره د سولې مشورتي لویه جرګه رابللې وه او د همدې  جرګې  له پرېکړې  وروسته یې د پاتې ۴۰۰ طالب بندیانو د خلاصون فرمان هم لاسلیک کړ.

په ورته مهال بیا ګڼ افغان سیاستوال او د سولې مشورتي لویې جرګې ځینې ګډونوال هم په حکومت نیوکه کوي، چې زرګونه طالب بندیان یې له مشورې پرته د امریکایانو په قومانده خوشې کړل؛ خو د ۴۰۰ بندیانو له پاره یې په لوړه کچه مالي  مصارف وکړل او ستره جرګه یې په داسې حال کې راوبلله چې د اصلي موضوع په اړوندپرېکړه لا له وړاندې په قطر کې د طالبانو او ا مریکایانو ترمنځ فیصله شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

Hekmatyar Saib you sound and look like again that young Hekmatyar that punched the communists badly

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x