افغانستان

د امریکا دفاع وزیر: د نومبر تر پایه افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر تر پنځه زره راکموو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا د متحده ایالاتو د فاع وزیر «مارک ایسپر» وایي، پلان لري د راتلونکې نومبر میاشتې تر پایه افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر تر پنځه زره راټيټ کړي.

د «سي اېن اېن» د راپور په اساس، ایسپر دغه څرګندونې له «فاکس نیوز» سره په خپله وروستۍ مرکه کې کړې.

نوموړي ویلي «موږ غواړو د نومبر میاشتې تر پایه افغانستان کې د خپلو عسکرو شمېر  تر پنځه زره راټيت کړو.»

د ایسپر له قوله، پنټاګان اړ دی خپل دا پلان له کانګرس سره شریک کړي او تر څنګ یې ځان یقیني کړي چې «امریکا نور د هغو ترورستانو له لوري نه ګواښل کېږي، چې له افغانستانه راوزي.»

څو ورځې وړاندې د امریکا ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» هم له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي وو، چې افغانستان کې د امریکایانو جګړه ډېره اوږده شوې او دی غواړي د راتلونکو ټاکنو د پیلېدو تر مهاله افغانستان کې د خپلو پوځیانو شمېر تر څلور یا پنځو زرو پورې راټيټ کړي.

د ایسپر له لوري دغه څرګندونې داسې مهال دي، چې څه موده وړاندې د امریکا دفاع وزارت «پنټاګان» اعلان وکړ چې له طالبانو سره د کړي توافق په اساس یې خپل زرګونه عسکر له افغانستانه ایستلي او پنځه نظامي اډې يې خالي کړې.

له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو لړۍ داسې مهال روانه ده، چې د طالب بندیانو د خلاصون په پروسه کې د حکومت د ملاحظاتو له امله لا هم یاده پروسه نیمګړې پاتې ده او بین الافغاني مذاکرات ځنډېدلي.

په ورته وخت کې طالبانو بیا د «ښه نیت» له مخې د زر تنه دولتي عسکرو د خلاصون لړۍ بشپړه کړې او په بیا، بیا یې ټینګار کړی، که بندیان یې خلاص شي دوی تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره بین الافغاني مذاکرات پیل کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx