ورزش

افغان مبارز نصرت حق پرست خپل امریکایي سیال ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمری، ۱۳۹۹ل): په رزمي سیالیو کې د افغانستان ځوان تکړه لوبغاړي نصرت حق پرست خپل سیال ته ماتې ورکړه او د یو اف سي سیالۍ يې وګټله.

۲۴ کلن افغاني الاصله د رزمي سیالیو الماني مبارز نصرت حق پرست خپل امریکایي سیال الیکس مونوز ته په دریواړو پړاوونو کې ماتې ورکړه.

دغه UFC سیالۍ چې په مغربي هېواد «مراکش» کې ترسره شوه، افغان مبارز نصرت حق پرست خپل سیال ته د ۶-۱-۰ په مقابل کې په ۱۲-۳-۰ ستره ماتې ورکړه.

امریکایي مبارز که څه هم نصرت حقپرست په لومړي سر کې وځاپه خو وروسته نصرت په زړه پورې راتګ وکړ او خپل سیال یې په پرلپسې ډول راوغورځاوه چې بالاخره یې ماتې ورکړه.

د ام ام ای مبارز نصرت حق پرست دغه لوبه په درې پړاوونو کې وګټله او په دې سره یې په جال دننه خپله لسمه بریا هم ولمانځله، نوموړي د خپلو لوبو پېل سره یوازې دوه وارې ماتې خوړلې ده.

https://twitter.com/ufc/status/1292249514611548162?s=20

https://twitter.com/UFC_CA/status/1292253350864523264?s=20

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x