ټولنیزه برخه

تر ټولو ډېر غمژن

حامد افغان

     هغه د اوو اولادونو پلار و، دری زامن او څلور لوڼه. لومړی زوی یې څو میاستې باندې دوه کلنۍ کې مړ شو. دویم زوی یې د یونیم کال په عمر ومړ. دریم زوی یې د اوولسو میاشتو عمر یعني تیخورګۍ کې مړ شو…

     اوله لور یې چې واده کړه، په اته ویشت کلنۍ کې مړه شوه. دویمه لور یې چې واده کړه په یوویشت کلنۍ کې مړه شوه. دریمه لور یې چې واده کړه په اوویشت کلنۍ کې مړه شوه.

     یعني له اوو نارینه او ښځینه اولادونو نه یې شپږ د ده په ژوند کې وفات شول، یواځې یوه یې د ده له وفات وروسته وفات شوه. چې هغه فاطمه رضي الله عنها وه! صلى الله عليه وسلم. د یوه عرب ملګري له وال نه

     رسول الله صلى الله عليه وسلم نه پوښتنه وشوه چې کوم خلک به په زیاتو ستونزو کې وي؟ هغه ورته وفرمایل: انبیاء، بیا هغو ته ډېر نږدې خلک او بیا هغو ته نږدې. سئل النبي صلى الله عليه وسلم، قیل  أي الناس أشد بلاء؟ قال: الأنبياء ثم الأمثل فالأمثل. رواه الدارمي (2783)، كتاب الرقاق، وأحمد (1494)، والترمذي (3289).

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx