افغانستان

پکتیکا: اربکیانو درې تنه ډاکټران وژلي دي

د پکتیکا ولایت مرکز ته څېرمه د خواجه خېلو په سیمه کې د لعل محمد تر مشرۍ لاندې اربکیانو درې تنه ډاکټران وژلي دي، چې وروسته يې جسدونه د سړک پر سر غورځول شوي دي او ترغرمې پورې يې خلکو ته نه سپارل.
د سیمې د اوسېدونکو له قوله دې ډاکټرانو په ملکي روغتون کې دنده ترسره کوله چې خواجه خېلو ته د زخمي اربکیانو د تداوۍ په پلمه د لعل محمد کسانو وړي وو.
د پکتیکا امنیتي مسوولین هم مني، چې په خواجه خېلو کې درې تنه وژل شوي دي، د پکتیکا امنیه قومندان نبي جان ملاخېل وايي چې دغه درې تنه ټول ډاکټران نه و، بلکې یو ډاکټر او دوه عام وګړي وو، چې په خبره يې طالبانو نن سهار وژلي دي.
طالبانو پخپله برېښنا پاڼه کې د ښرنې په مربوطاتو کې د دریو تنو د وژلو پېښه مني او په خبره يې په یاده سیمه کې اربکیان مېشت دي، چې یاد درې کسان يې وژلي دي.
ذبیح الله مجاهد وايي چې وروسته د دوی ملګرو په یاده سیمه کې په اربکیانو برید کړی دی او درنه مرګ ـ ژوبله يې ور اړولې ده.
په سیمه کې عیني شاهد چې نه يې غوښتل نوم يې خپور شي، نن ټکی اسیا ته په تلیفوني کرښه وویل، چې دوی په رڼو سترګو ورته کتل چې لعل محمد خپلو دوو شخصي ساتونکو ته امر وکړ، چې دغه ډاکټران ووژني، د عیني شاهد له قوله لعل محمد قومندان وروسته د دوی مړي د سړک په سر واچول او نارې يې وهلي چې څوک د طالبانو زخمونه تړي دا به يې حال وي.
که څه هم د ښرنې ملکي روغتون ته د طالبانو زخمیان نشي ور وړل کېدلای، خو په سیمه کې د اربکیانو دومره بې بندوباري د سیمې خلک اندېښمن کړي دي. د ښرنې په بازار کې شهیدانو چوک ته څېرمه یو تن دوکاندار نن ټکی اسیا ته وویل، چې لعل محمد ترې خپلو دوو هلکانو ته په زور سودا واخلي او بیا پیسې نه ورکوي.
د ده په خبره قومندان لعل محمد د اربکیانو عمومي قومندان عزیزالله ته د همدې هلکانو په سر له طالبانو نه د خواجه خېلو او زړې ښرنې د ساتلو ذمه اخیستې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x