افغانستانسولې اړوند خبرونه

مشورتي لویه جرګه د بندیانو د خلاصون له پرېکړې سره پای ته ورسېده

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري رابلل شوې مشورتي لويې جرګې حکومت ته د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون مشوره وکړه او په دې توګه پای ته ورسېده.

د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو نن په وروستۍ ورځ په ۲۵ غوښتنو او پرېکړو مشتمل یو پرېکړه لیک صادر کړ او د طالبانو له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه بندیانو د خلاصون پرېکړه یې وکړه.

په پرېکړه لیک کې ویل شوي، چې حکومت دې مذاکراتو ته د زمینې برابرېدو په موخه  پاتې څلور سوه طالب بندیان خوشي کړي او ځان دې ډاډه کړي، چې ددې بندیانو له خلاصون سره بین الافغاني مذاکرات پیلېږي.

د جرګې غړو وړاندیز کړی، که په یادو څلور سوه طالب بندیانو کې بهرني اتباع موجود وي، نو تر قوي بهرنیو ضمانتونو وروسته دې خپلو هیوادونو ته وسپارل شي.

د مشورتي لویې جرګې غړو د حکومت تر څنګ پر طالبانو هم د اوربند او د بندیانو د خوشي کولو په برخه کې د کړو ژمنو د پوره کولو غږ کړی.

د کابل حکومت مشر «اشرف غني» د مشورتي لویې جرګې له پرېکړه لیک هرکلی وکړ او یاده یې کړه، چې د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون حکم به لاسلیک کړي.

مشورتي لویې جرګه چې حکومت د څلور سوه طالب بندیانو په اړه د تصمیم نیولو په پلمه رابللې وه؛ نن یې وروستۍ ورځ وه او د اشرف غني او د نوموړي د مېرمنې تر څنګ پخواني حکومت مشر «حامد کرزي» او نورو چارواکو هم پکې ګډون درلود.

حامد کرزي هم د مشورتي لویې جرګې له پرېکړو هرکلی وکړ، مثبتې یې وبللې او له طالبانو یې هم وغوښتل چې له یادو پرېکړو هرکلی وکړي.

دغه جرګه چې د طالبانو تر څنګ د افغانستان دننه بېلابېلو جهتونو تحریم کړې وه، یو شمېر غړي یې ادعاء لري، چې پرېکړې له وړاندې شوې وې او جرګه هسي نمایشي حرکت و.

Image may contain: text

Image may contain: ‎text that says "‎وينو كولو خير دسولی مشورتي لويه جركه سولي مذاكرا دپیل اندي دشته خخه مخنيو همداراز وكرو بنديانو كيدو نظر منخ وروسته له هيوادونو 2 اروندو يوادونو كيدو طالبانو 3 فوري اوربند ايالاتو بهاني كي خيلو كريو ڑمنو جركه جدي غوشتونكي وركرل دجنگپكر تهنه ستنيري افغانستان شوي وخارل شي. چی كرني چی دااو بنديان خپل خوندي وي چید كولو ملكي نظامي بنديانو كي هغو كسانو حق العبدى خُخه چید بنكيل دي ياله مستقيمه غويتني خوشي شويو الي کیپہ مستقيمهاو كوي، جركي وال طالبانو خخه دلو پداسی افغانستان اسلامي جمهوري‎"‎

Image may contain: ‎text that says "‎فصل دسولي مشورتي لويه جركه دید خبرو اترو له لاريحل اندي چی يخو ودروي كري. افغانستان ملت تينكار ارزشتونه، علماوو رول، دولت اساسي كي افغانستان خلكو لاسته اکی بنستونه اتو ولسو اکی جمهوريت اصل اود اتباعو توكه ديني مذھبی موقعيت او كي قانون دسولی حقونه، تينكار كوي دكي حقوقي سياسي موقف برخمني پیو لاندي نشي لوبي ركي ملي قاتون تولو عقيده كي لوبي مکر مپہ اساس ملي ملي نخي، انان، ولسي كولو قانون لويي شامل لايتونو مصالحي پروسیپ فعاليتونه تمدلري افغانستان خلكو تهد ھكلهپر وخت معلومات اندي كري.‎"‎

Image may contain: text

Image may contain: ‎text that says "‎مشورتي لويه جركه بنستونو خخه غويتنهكو خبلو ڑمنو عمل خيلملاتر تهدمذاكرات جريان كي سولي وركري. اسلامي همكاريو لسازمان، خخه هيله لرو چی افغانستان خلكو له وكري تلياتي 23 اسلامي افغانستان ري. ريان كيد ارينو دولت مشورتي لويي جرکی افغانستان ملت جركي كولو خخه غريو برخو چی دولت لپار كي كتور يكر لیک توك جمهور رياست عالي استول شي ترخو ددغو انديزونو هكله اروندو ته لازمي لاربوني وشي. دمقدمي زمريپر تفصيلي ور ١٩٩٩ لمريز كالد لخوا صادر جركيد دسولي مشورتي‎"‎

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
6 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Adam Khan

The result of MASHORATI LOYA JERGA shows that almost every single Afghan is a Muslim Talib.

Next time if Ghani wants to sleep with BIBIGUL, he should first call for a MASHORATI LOYA JIRGA to get permission

What a shame! Nothing works for Ghani

طوطی

کافرو ته داسی ځان مه ښییه چی افغانان ټول تاغوندی بی # دی. دلته په پښتو لیکه د انګریز #.
Don’t pretend himself that you are the son of ##

طوطی

زمونږه طالبانو خو به دا د معشیت لار بنده شی. نور به دی جنګ ته کوم نوم جهاد ووایو.

جلال

ټوکی مه کوه. خیالی پولیس او عسکر لپاره به څوک اکمالات واخلی؟ بیچاره دالری عسکر خو پریده، چی د دوی تنخواه هم خورل کیږي؟

جمیل

د فتنی او فسق او فساد د ورکولو لپاره جهاد .

جلال

الحمدلله

Back to top button
6
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x