شعـــــرونه

غلمان به څنګه وي؟/ جواد مل

جواد مل

چي زړه یا مينه نه وي پکي ځان به څنګه وي؟
جانان چي ورکي نه وي دا جهان به څنګه وي؟

ناخوالو دا تصوير راته ګران کړی تصور کي
بې جنګه يو ښايسته افغانستان به څنګه وي؟

د دې دنيا عرضي پيمخي دومره اثري دي
سبحان الله چي حوري او غلمان به څنګه وي؟

څپو د انقلاب دی رانه وړی خبر نه يم
چي زما ها ړنګ و بنګ سپین طالب جان به څنګه وي؟

زما ژوند ارمان ارمان خو شهادت چي مي نصيب شو
په قبر راته ولیکه! ارمان به څنګه وي؟

په نيمه شپه رڼه ستوري لا دومره زړونه وړونکي
نو ستا ولليل زلفان او سپين دندان به څنګه وي؟

اورو ته خندېدله جوادمله!تا ليدله
بل عشق به څنګه وي؟ او عاشقان به څنګه وي؟

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x