نظــر

ملي ګټې

لیکوال: عبدالغفار سربڼ

زمونږ هيواد كي هر هغه چي غواړی سياسي قدرت تر لاسه كري يا په حكومت كي برخه تر لاسه كړي تل په جهر د ملي گټو بيرغ پورته پورته كوي او سره له دي چي اصلا هغه ته وفا دار نه دي او هغه تعريف كولاي هم نه شي هر بل مخالف باندي د ملي خاين تور لگوي تر دي چي زان د شهدو كاسي ته ورسوي نو ما ويل چه دوه دري ټكي په دي هكله د تاريخي پس منظر په رڼا كي وليكم.

كوم وقت افغانستان كي ملي گټي نقض شوي ؟

او چا تر قدمو لاندي اچولي او بيا يي دوطندوستي ادعا كړي او بيا يي تاريخي عواقب كوم وو آيا زمونږ دبقا راز په كومو اصولو استواريدلي شي

لاندي ټکو باندي بايد تم شو

تاريخي پس منظر

ناپيلتوب د خپلواكي ضامن

دملي مفاد تعريف

دملي منافعو نقض او ناقضين

عنعنوي بيطرفي او بين المللي فعال موقف

گاونډيانو هيوادونو سره اړيكي او مناسبات

امين او متعهد او په حلف قايم سفيران او استازي ور لیږل

مثبته سيالي

ملي خيانت ملي اتلولي اووفاداري

ددوحي قرار داد دافغانستان دخپلواكي او ناپيلتوب او بقا ضامن

تاريخي سبقونه او عبرت

زمونږ وطن لږ دمهاجرتو په نتيجه كي او لږ هم دجنگونو له امله او يو ذره هم دافغانانو دفطري هوشياري په وجه چي هندوكش او سليمان غرونه يي دپناه جاي سيمه وگرزوله ،په داسي يوه جغرافيه كي پروت دي چي تل د يرغلگرو د تگ او راتگ لياره وه زيني له شمال نه د جنوب ،هند په لور بيا زيني د هند نه د شمال او لويديزځ، ايران په طرف په تعرض او تجاوز بوخت وو خو هغوي چي دلته ميشت وو په قوت او سرشيندنه له ځان نه دفاع كري ده داسي وقتونه هم راغلي چي په يوه وقت كي دري او حتي ٤ امپراتورياني زمونږپه گاونډكي موجود وو خو دي اولس خپله خپلواكي ساتلي او كه كوم وقت دلته له دوي نه كوم يو دلته حاكم شوي د خلكو په غيرت او همت اوهوشياري په شا تنبول شوي . حد اقل له ٥ زره كاله را په دي خوا زمونژ گاونډيان ستري امپراطورياني پاتي شوي دي نو سوال دادي چي دا كوچني قوم ايا صرف د توري په زور خپلواكي ساتلي او يا بل كوم حكمت هم برخه درلودله دي ټکي ته هر سړی نه دي متوجه اصلي خبر داده چي زمونږ نوميالي مشرانو په حساسو وقتو نوكي دمقاومت سره سره داسي تگ لاره غوره كري چي دشمن يي قانع كري چي كه ددوي خپلواكي ته احترام وشي دوي به له هغوي سره ميثاق كوي چي دوي دهغوي گټو ته ضرر نه رسوي او په عمل كي همدا حكمت او تگ لياره تل زمونږ په گټه تمامه شوي وه خو كله چي داخلك بيا قوي شوي نو بيا دمظلومو گاونډيانو قومونو حمايه يي هم كري هر يرغلگر دلته د ځان ساتلو له پاره او د تلفاتو د مخنيوي له پاره په همدي راضي شوي چي پس له جگړی سولي او عهد نامي ته حاضرشوي دي بله هوشياري دا وه چي د هر يرغلگر په خلاف دوي له بل گاونډ نه مرسته اخيستي سره له دي چي يو نسل مخ كي دشمنان وو نو د سيمي هيوادونه زمونږ په بيغرضي او بيطرفي عادت شوي او زمونږ له ملگرتوب نه له بل رقيب سره ډار اوويره لري . رشتيا هالته جوته كيږی چي يرغلگر دلته ستومانه شي او د تاوان له ويري ټول شيان په ميدان پريږدي او په تراټ وتشتي او بلكل شك نه شته چي دننه زيني خائنين له دوي سره د مال او د شخصي گټو په خاطر ملگري يا مزدور كيژي خو كله چي باداران يي ولاړ شي نو بيا په وران كاري لاس وهي خو ايمان د وطنپالو مومنو دومره غشتلي وي چي د خيانت هر كوشش ناكامه كيږی دير قديمي هجوم يوناني إسكندر كړی وو ٣٨ پاچايان يي ووژل او سيمي يي خپلي كړي هان چي دارا ساساني يي هم مات كړ خو دلته يي هم شكر اوهم خوله ماته شوه خلاصه دومره په تنگ شه چي زمونږ مشران يي خپل معلم أرسطو او مور ته په ميلمستيا وليږل چي هالته يي مور ده ته د روغي جوړی امر وكر إسكندر په خپل ژوند كي فقط يو وار سوله او عهد كړی او هغه هم له دي خلكو سره وو .

بيا اشوكا په دي خاوري ودانگل دي هم پس له سترو تلفاتو د يو ميثاق په ټینگولو سره بيرته وگرزيد بيا په وار وار ساسانيان راغلل و په تيشته وتشتيدل بيا داسي وقت راغي چي ددوي باچاهاهي دوي ساتله.

بيا د اسلام نه ماتيدونكي لشكر راغي دير زلي دوي دلته بند شول د هند او دمنځني اسيا خواته پرمخ تگ نه كيده نو په سل ها عهد نامي د دي خاوري د أميرانو او د اسلامي اميرانو تر مينځ لاسليك شوي چي دوي به خپله ازادي لري خو دوي ته دي فقط دتگ راتگ لار وركړل شي هندستان او اسياي اوسطي دين منلي وو خو زمونږ هيوادكي تر دري سليزو لا اسلام رواج نه درلود او د مسلمانانو له خوا له دوي سره په احترام راشه درشه كيده

بيا چنگيز لكه صاعقه راورسيد ايران او اسياي ميانه او هندستان يي په نيم كال كي ونيو خو دده چي كړوسي دزوي لمسي دا دنيا پريشوده لا دلته په زرهاو تلفات مغول ته متوجه وه سره له دي چي دوي هم دي فيصلي ته رسيدلي وو چي په دي خساراتو دا ملك نه ارزي او كله كله چي به یی تگ او راتگ كاوه له زيان سره مخامخ وو نو قبيلي يي دلته په خپل سر پريشودلي وي

بيا نو تركان راغلل دوي داسلامي اخوت تر عنوان لاندي دهغو په لښكر كي ونده واخيستله او هيواد يي ددغه خدمت په مقابل كي له محلي ازادي او اداري نه برخه مند وو.

بيا مغول بابر او ورپسي نادر افشار راغلل چي هالته هم د قرار دادونو په بركت له خپلي پوره ازادي برخمن وو

خو اول ځل چي عهد نامي او ميثاقونو فايده ونه رسوله هغه له انگريزانو سره وه هغه په دي دليل چي انگريز قطعا په خپل عهد نه دريدل او عهد يي ماتول

نو پس له دي چي په دريم ځل مات شول حاضر شول چي يو توافق ليك لاسليك كړي چي د نيم افغانستان پوره ازادي مني د بل نيمايي نه مني چي دا دي تر دا اوسه د هماغه غلطي تپل شوي قراداد په دليل د انگريز ددومخي حاصل اخلو الله دي دهغه وقت مسولين نه بخشي خو هالته هم مونږ دا وليكل چي دا وطن د امپراطوريانو په لوبو كي دچا خوا نه نيسي او بيغرض او بي طرف پاتي كيږی ځکه دا زمونژ عنعنوي ، تاريخي او موقف او موضع ده چي د خپل د ازادي ضامن يي گڼو

دير خلك شته چي امان الله ته غازي او دملي قائد لقب وركوي خو دي دومره قدرت ته تږی وو چي قبايلو چي د جنگ اصلي بار پر اوږو اخيستي وو د كابل دتخت په بدل كي په ميدان كي پريښودل او پښتونخوا يي د انگريز تر حكومت لاندي پريښوده دي له عبدالرحمنه هم ملي خاين دي خو يوه جاهله فرقه تر داننه دي اتل بولي دده دخيانت په نتيجه کی ځيني قدرت غوشتونكوخلكو پر يو غله دشاهي تاج كښيښود او انگريز چي د مسلمانانو په مينځ كي نفاق اچولي وو د چارو اداره دا ځلي دپيسو په مرسته په پټه په لاس واخيستله نو تر ننه پوري انگريز په لر او بری پشتونخوا كي له ليري له روس او اوس له چين سره په لوبو بوخت دي

له الله نه سوال دي چي د اسلامي نظام د راتگ سره دا لوبه پاي ته ورسيږي

دروسانو هجوم هم همداسي بي له دي چي چا بهانه وركړي وي پيښ شو د فاسدو خاينو قدرت طلبو او مزدورو وطني پرديپالو په مستقيم تحريك

دوي هم لكه انگريزانو د ورونو په شان بد قولي او بد عهدي كوله كله به يي دوتلو خبر كوله كله هم د پاتي كيدو د پر مختگ په بهانه دوي سره هم فقط دسوك او لغتو په زور خبر یكيدلي شوی أوبس تر هغو چي ورك شول او دا اقرار يي وكړ چي يو وطن چي د ازادي له پاره داوطلبانه او پرته له جبر خپل يو پر پينځمه ١/٥ نفوس قربانوي نيول كيدلي نه شي او ساتل خو يي بيخي گران دي په هغه معلول اومعيوبي عهد نامي كي چي لاس ليك شو بيا راغلي چي دا وطن د زورور و په لوبو كي برخه نه اخلي خو لكه چي وموليده بيا بيا لكه تل زمونږ هيواد د نورو په اخ ودب كي حتما بايد برخه من شوای وای په زور كه په رضا يعني ستر هيوادونه زمونږ له شراكت نه پرته خپل كشمكش نه شي حل كولي خير بيا په يوي زښت له شرم نه ډكي بهاني امريكايان له ٤٩ دولتونو سره راننوتل اوس دادي پس له شلو كلو او پس له يو مليون افغان وژني بيرته سر ماتي او خوله ماتي د وتلو په حال كي دي دا اول ځل دي چي پس له دوه نيم سوه كاله افغانان له نيمي دنيا سره داسي يو ميثاق لاس ليك كوي چي د دوي گټي د يوي اوږدي راتلونكي له پاره په هغي كي تضمين شوي بيا اصلي تاكيد پر انسحاب د پرديو پر عسكرو او د اشغال پر ختم شوي او په دير منطقي توگه دا جوته شوي چي افغانستان هالته ازاد كيدي شي چي ددي هيواد داستقلال ضامن يعني د بيطرفي اصول اجرا شي او له چا سره د بل چا په زيان شريك نه شي بلكه له ټولو سره په منصفانه او عادلانه شرايطو شراكت وكړي كه دا شي لاس ته رانه شي او بيا دا كوشش وشي چي ددي هيواد اوسيدونكي د يو ه زورور په گټه يا دبل په گټه په لوبو كى شريك شي نو بيا به دا وطن اشغال پاتي شي په دومره اساني سري وينو چي د امارت اسلامي دپلوماتان تر كوم حده ماشا الله هوشيار دي چي دا هيواد د اوږدی مودي له پاره له جگړي خلاصول غواړي. بر عكس له ٤٢ كاله را په دي خوا ټول كوشش همدا دي چي د افغانستان ناپيلتوب ليلام كړي او دا خلك د منطقوي او بين المللي كشمكش په كنده كي واچاوي بلي دا جاهل او نادانه داكتران او نوابغ چي هريو دري دري داكترياني لري دومره نه دي پوه شوي چي له زمري سره شكار ته تگ د سر په بيه پاي ته رسيیږی.

زمري د شكار نه وروسته كله چي يو غويي يو پسه او يو چرگ د شكار حاصل وو اول له ليوه وپوښتل چي دا به څرنگه تقسيموي ليوه وويل چي غويي دملك برخه ده ځکه باچا دي پسه زما او چرگ د گيدړی برخه .زمري د لوږی له زور نه د ليوه سر وشكاوه بيا يي له ګیدړی نه وپوښتل هغه وويل ملك بايد دري وقته خوراك ولري غويي يي د سحر پسه يي دغرمي او چرگ يي د ماښام خوراك زمري له گيدړي وپوښتل چي تا دا تقسيم دي له چا زده كړ نو ده وويل چي د ليوه د سر شکولو دا سبق ماته راكړ.

غرض دادي چي شراكت بايد په شكار كي نه بلكه په تجارتي او اقتصادي دوطرفه عادلانه ارتباطاطو كي ولټول شي او حقوق او وظايف عادلانه تضمين او تامين شي دي ٤٢ كلو كي ددغه خط پريښودل او د زورورو په لومو كي ځان اچول زمونږ د رنځونو او كړاونو منبع گڼل كيږي سياست خارجي بايد د هم داسي يوي تگ لري پر اصولو بنا شي هالته به وطن له دومره ستونځو وژغورل شي دا ټولي خبري ددي له پاره وشوي چي دا جوت شي چي زمونږ گټی آيا په دي كي دي چي كله روس راولو د قدرت دنامشروع غصبولو له پاره او د پاكستان او ايران د ډارولو له پاره او كله هم ناتو او ٤٩ نور هيوادونه همدا زمونږ ملي گټي خوندي كوي يا دا چي برعكس دا سبب د تحديد او تهديد او تحريك د گاونډيانو گرځي حتي دهقان په دي پوهيږۍ چي د بقا له پاره همسايه مه خپه كوه خصوصا چي كه ته ژوبل هم يي .

د نورو هيوادونو په هكله شايد نور ظوابط او قواعد لازم وي خو دهغه خبرو په رڼاكي چي ما جوتي كړی نو يوازيني درست او گټه ور چلند او دريځ د ناپييلتوب سياست دي او دا فقط همدا معادله زمونږ د بقا او او سوله ايز ژوند ضامن دي له هم دغه لياري كيدلي شي چي دملي گټو بڼه او صورت معلوم كړو وفادار وطندار هماغه دي چي په دقت او هوښياري د ناپييلتوب روښانه سياست بيان كړی او له هغه نه په اخلاص حمايت وكړی او هغه چي د زورورو او غشتلو پرديو لښكر راولي چي نور پي وډار كړی او خلكو ته دډوډی او كاليو او كور جعلي وعدي وركي چي خارجيان ترقي راولی او بايد ددوي هر فساد تحمل شي ملي گټو ته وفاداره نه بلكه ملي خاين دي

دا يو ډير اسان فورمول دي چي هر افغان دهغه په مرسته امتحان كيدي شي كه خارجيانو ته يي تمه نه درلودله او بيغرضه خارجي سياست يي غوره وگڼله نو دا د ملي گټو ساتندوي دي او كه ددي برخلاف يي عمل وكه نو بي له شك نه دي ملي خاين او شر غوښتونكي دي .

خو بايد پوه شو چي كه چيري ظلم كيږي دمظلوم خوا كي دريدل يقيني ديني او انساني وظيفه ده خو كله چي دوه زورور سره شكر او تندي جنگوي نو فقط ناپوهه ميږه ددوو سفاكو ليوانو مابين ته درومي او بيا ددوي په جنگ كي يي ژوند تباه كيدلي شي اوس نو حساب ورته وكړي چي څومره مشران ملي خاينين او څومره ملي ګټو ته متعهد او وفاداره پاتي شوي دي

زما يقيني باور دي هر هغه حاكم چي دا تلاش وكړی چي زمونږ ناپييلتوب سياست د گاونډيانو او سترو هيوادونو په نسبت بدل كړی ملي خاين دي او ژر ترژره يي بايد لاس ونيسو كه هر قدر ددي او هغه هيواد په خلاف جگي چيغي هم پورته كړی دده كردار زمونږ د وطن د مرييتوب په بيه تماميدلي شي باركزي شهزاده ورونو خپلو داخلي جنگونو ته گاونډيان انگريزي هند ايران روسيه رابلل تركي اوببرك او مسعود روس او ايران او اوس شوراي نظار او كرزي اوغني ناتو او امريكا ته په خدمت كي ناپييلتوب او استقلال تباه کړل دا د پيړیو قرنونو او نسلونه له پاره مونږ ته درس دي او بايد هير نه شي.

هغه دريځ چي اسلامي امارت خپل كړی دير په حكمت ولاړ او استوار سياست دي ټولي دنيا ته دا پيام وركړل شوي چي زمونږ اولس غلامول دچا له لاسه پوره نه دي نو تاسي په مونږ كار او غرض مه لري مونږ پر تاسو هو اقتصادي دو جانبه او ډيرجانبه ارتباطات او اړيكي به لرو او تجارت او عام المنفعه پانگه اچونه چي ديني او ملي هويت ته ضرر ونه رسوي لازمي گڼل کیږۍ

په خصوص د هويت پر سر بحث او معامله او بيطرفي جاي نه لري ځکه دا د استقلال اول ركن دي

افغاني هويت :

اسلامي ارزښتونه

ملي ثقافتي ارزښتونه د ټولو پرگنو له پاره

له دي نه په شا كيدل ملي هويت ته شاكول دي او دا بيا ملي گټي تحديد او تهديدوي او وروسته بيا ملي گټي هم له نظر نه لويږې.

بل اساسي ټکي د جهاني كيدلو كاذب نسيم دي چي ځينی غرب پالي تلاش كوي د ترقي په بهانه ملي هويت د پښو لاندي كړی د غربي تكنولوژي د لاس ته راوړلو له پاره دا توصيه كيږی چي اوس ملي هويت او گټي ارزښت نه لري او دنياځي او روانه ده د يو كيدلو په طرف پخواني محدود ارزښتونه اوس خپل جاي دنيايي تهذيب او جهاني ثقافت ته پريږدي دا يو غلط انځور دي چي دا مزدور كړی يي بيانوي حقيقت دادي چي له نړيوالي تكنولوژي او تخنيك نه بايد د ملي هويت او ثقافت د ودي له پاره گټه پورته شي ډیر هيوادونه دا كار كوي خو حكمت او وفاداري او ديانت اووطندوستي ته احتياج لري او دا كار په دوه او دري هويت لرونکو مزدورو تكنوكراتو اشخاصو نه كيږی ديرو حكيمو ديندارو او ملي گټو ته وفادارو اتلانو ته ضرورت وي .

د افغانستان داستقلال او يو فقهي نظام په اميد .

د نتيجي په جاي لاندي درس د تاريخي عبرت په توگه بيانول غوارم :

ملي گټو ته ستر تاريخي خيانت په هغه ورځ شروع شه چي د دوو سترو قوتونو په ميان كي كيڼ لاسو سياسي گوندونو ديوه په گته موقف ونيو او د روس په طرفداري داود راو پرزوه او ځان يي وارسا امنيتي تړون او پيمان ته نيږدي كړ چه كله چي تباهي ته ورسيدل نو بيا سره عسكر يي خپلو ساتلو ته راوغښتل هغه چي ختم شه بيا ځينو نورو ناتو سره ډیر نيږدي شول او داسي وقت راغي چي ناتو هم مجبوره شوه چي له عسكرو سره افغانستان ونيسي بيا ناپييلتوب او استقلال له لاسه ووت افغانان بايد قطعا ديوه كافر په گټه بل كافر سره انډيوالي ونه كړی ځکه هماغه قصه دلته صدق كوي چي له زمری سره شكار ته تلل د سر دبايللو خطر هم لرلي شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x