سولې اړوند خبرونهویډیو

د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړه ليک / بشپړ متن او ویډیو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د بندیانو د خلاصون او سولې د خبرو د پیل اړوند مشورتې لویه جرګه په لاندي پریکړه لیک سره پایته ورسیده:

د سولې مشورتي لويې جرګې پرېکړه ليک

۱ . د مشورتي لويې جرګې غړي تلپاتې او با عزتې سولې ته د رسویدو په خاطر د سوولې له بهیر څخه چې په هېواد کې د امنیت او ثبات لامل ګرځي، هرکلی او ملاتړ کوي.

۲. جرګه د سولې مذاکراتو د پیل په وړاندې د شته خنډونو د لرې کولو، د وينوله تويدلو څخه د مخنیوي او همداراز د وګړو د مصلحت او خیر لپاره، د طالبانو ۴۰۰ بنديانو د خوشي کیدو نظر تايیدوي.

۳. که چیرې د بنديانو په منځ کې بهرني اتباع وي، د بهرني بنديانو له هېوادونو څخه ترمعتبرو ضمانتونو وروسته خپلو اړوندو هېوادونو ته وسپارل شي.

۴. بايد ډاډ ترلاسه شي چې د دغو بنديانو له خوشي کېدو سره سم، مستقیم مذاکرات له کومې بهانې پرته ژر تر ژره پیل کېږي.

۵. جرګه په جدي توګه په هېواد کې د دوامداره او فوري اوربند د ټینګښت غوښتونکې ده او له نړيوالې ټولنې په ځانګړې توګه د امريکا متحده ايالتونو څخه غواړي چې د افغانستان له خلکو سره پر خپلو کړيو ژمنو عمل وکړي.

۶. د افغانستان ملت او د افغانستان اسلامي جمهوري دولت ته دې ډاډ ورکړل شي چې له بند څخه خوشي شوي بنديان بیا ځل د جنګ ډګر ته نه ستنیږي او د دوی کړنې دې وڅارل شي.

۷. دې ته په پام سره چې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت د طالب بنديان خوشي کولو لپاره اقدام کوي، جرګه له طالبانو څخه غواړي چې د دولت د ټولو ملکي او نظامي بنديانو په وړاندې خپل مکلفیت ادا او بنديان دې ژر تر ژره خوشي کړي.

۸. د غوښتنې په صورت کې د هغو کسانو حق العبدی دې خوندي وي چې د خوشي شويو طالبانو لخوا متضرره شوي دي.

۹. موږ له نړيوالې ټولنې څخه غواړو د هغو هېوادونو له لاسوهنوڅخه چې د هېواد په بې ثباتۍ کې په مستقیمه او يا غیر مستقیمه توګه ښکېل دي او يا له تروريستي ډلو څخه ملاتړ کوي، مخنیوی وکړي.

۱۰. په داسې حوال کې چې د سولې هلې ځلې دوام لري د دې جرګې غړي د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او له طالبانو څخه غواړي چې وسله وال تاوتريخوالی ودروي او ټول اختلافات دې د خبرو اترو له لاې حل او فصل کړي. د افغانستان ملت به د هغه لوري په وړاندې چې د تاوتريخوالې پر ادامې ټینګار کوي، قاطع تصمیم ونیسي.

۱۱. د سولې په بهیر کې بايد اسلامي ارزښتونه، د علماوو رول، د دولت اساسي بنسټونه، ولسواکي او په تېرو دوو لسیزو کې د افغانستان د خلکو لاسته راوړنې حفظ او تقويه شي.

۱۲. د سولې په مذاکراتو کې د ولسواکۍ او جمهوريت اصول او د اتباعو اساسي حقونه، په ځانګړي توګه د قومي، ديني او مذهبی لږکیو سیاسي موقعیت او حقونه چې د اساسي قانون په دوم فصل او د دې قانون په نورو مواردو کې تسجیل شوي، تر پښو لاندې نشي.

۱۳. د سولې مشورتي لويې جرګې غړي ټینګار کوي چې په هېواد کې ښوونځي د نیمې برخې د نفوس په توګه بايد له خپلو حقوقي او سیاسي موقف برخمنې وي او د سولې بهیر په ټولو پړاونو کې رغنده رول او مشارکت ولري.

۱۴. د مشورتي لويې جرګې غړي په دې عقیده دي چې اساسي قانون يوه ملي وثیقه ده چې بايد وساتل شي. مګر د اړتیا په صورت کې اساسي قانون په همدې قانون د تعديل میکانیزم په اساس تعديل يې ممکن دی.

۱۵. د لويې جرګې غړي وړانديز کوي چې د ملي مصالحې عالي شورا په تشکیل کې د ملي مشارکت اصول رعايت او د دې شورا په ترکیب کې ملي شخصویتونه، سیاسي رهبران، ديني عالمان، قومي مشران، ښځې، ځوانان، مدني ټولنې او نور قشرونه شامل شي. د سولې بهیر د لا ولسي کولو په موخه د دې بهیر فعالیتونه دې ولايتونو په کچه وغځول شي.

۱۶. جرګه د سولې بهیر پر روڼتیا ټینګار کوي او تمه لري چې د ملي مصالحې عالي شورا او مذاکره کوونکی هیئت د افغانستان خلکو ته د دې پروسې په هکله پر وخت معلومات وړاندې کړي.

۱۷. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونه چې د هېواد د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا د ساتونکو په توګه پېژندل کیږي بايد لا پیاوړي او ورڅخه زيات ملاتړ وشي. په ورته مهال کې دې د امنیتي ادارو د شهیدانو ورثه او د تروريستي پیښو قربانیانیو ته رسیدګي وشي.

۱۸. جرګه ټینګار کوي چې له طالبانو سره د مذاکراتو په لړ کې پر روښانه میکانیزمونو چې د اجتماعي نظم، د تاسیساتو او زيربناوو د امنیت او ثبات باعث ګرځي تفاهم وشي ترڅو د خلکو انديښنې له منځه ولاړې شي.

۱۹. د هېواد امنیتي او دفاعي ځواکونو ته چې د افغانستان د ملت وياړ دي، د درناوي په موخه دولت ته وړانديز کوو ترڅو دولت دې پرته د وطن سره د خیانت په جرم د هغو امنیتي او دفاعي منسوبینو د حبس پاتې موده وبښي چې د جمهوري رياست د عالي مقام په صلاحیت کې وي. سربیره پر دې هغه کسان چې له طالبانو سره د اړيکو د اتهام په جرم محکوم شوي د بښنې په فرمان کې شامل شي.

۲۰. د افغانستان اسلامي جمهوري دولت موظف دی چې د ملي منافعو په رڼا کې ځانګړې لارښوونې وړاندې او د مذاکره کوونکي هیئت د لا پیاوړتیا او ښه والي لپاره لازم اقدامات ترسره کړي. د سولې د بهیر په ټولو پړاوونو کې د ښځو حضور تقويه شي.

۲۱. جرګه ټینګار کوي چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او طالبانو تر منځ دې د مذاکراتو لپاره لازم شرایط په هېواد کې دننه برابر شي ځکه چې دواړه لوري افغانان دي، کنه له دې پرته دې مذاکرات په دريم بې پرې هېواد کې ترسره شوي. مذاکرات بايد مستمر او دوامداره وي او په هېڅ دلیل دې د دغې لړۍ مخه نه نیول کېږي.

۲۲. د جرګې غړي د نړيوالې ټولنې او بیا په ځانګړې توګه د امريکا له متحده ايالتو له مرستو او ملاتړ څخه مننه کوي. په عین وخت کې د جرګې غړي له هېوادونو او نړیوالو بنسټونو څخه غوښتنه کوي چې پر خپلو ژمنو عمل وکړي او خپل ملاتړ او مرستو ته د مذاکراتو په جريان کې او د سولې له تړون څخه وروسته ادامه ورکړي.

۲۳. له اسلامي هېوادونو او د اسلامي همکاريو له سازمان، په ځانګړې توګه د افغانستان له ګاونډيو څخه هیله لرو چې د افغانستان له خلکو سره د تلپاتې سولې او ثبات په ټینګښت کې مرسته وکړي او خپله اسلامي وجیبه د افغانستان د مجاهد ملت د بې سارو قربانیو په وړاندې ادا کړي.

۲۴. د مشورتي لويې جرګې غړي د سولې د بهیر په جريان کې د اړينو مشورو او همکاريو د وړاندې کولو لپاره بشپړ چمتوالی لري او دولت بايد د سولې د بحثونو د دوام لپاره چې لومړيتوب لري د سولې د مشورتي لويې جرګې له موجوده ظرفیت څخه سمه ګټه پورته کړي.

۲۵. څرنګه چې د جرګې غړيو په خپلو کمیټو کې په مختلفو برخو کې مشخص او تفصیلي وړانديزونه کړي چې دولت لپاره په راتلونکې کې ګټور دي، دغه وړانديزونه د دې پريکړه لیک د ضمېمې په توګه د جمهوري رياست عالي مقام ته واستول شي ترڅو ددغو وړانديزونو په هکله اړوندو ادارو ته لازمې لارښونې وشي.

د مقدمې سربیره دغه پريکړه لیک ۲۵ بندونه لري چې د ۱۳۹۹ لمريز کال د زمري پر ۱۹ د سولې مشورتي لويې جرګې د غړو لخوا صادر شو.

=====

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x