د واحد فقیري سیاسي نوټونه

مشورتي لویه جرګه او خارجي میډیا

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): واشنګټن پوسټ د اګسټ پر ۹ مه لیکي له میاشتو میاشتو خنډ او ځنډ رارورسته به بالاخره د افغانستان حکومت څلور سوه طالب بندیان آزاد کړي. دا اعلان جمهورریس اشرف غني د یکشبنې په ورځ وکړ.

واشنګټن پوسټ لیکي د دې بندیانو د آزادولو لپاره امریکا د اشرف غني پر حکومت باندي زیات فشار اچولی وو. دا بندیان باید د مارچ په میاشت کي آزاد سوي وای، خو څرنګه چي د افغان حکومت د قطر د موافقې یو طرف نه وو، نو لهذا دا پروسه له متواترو خنډونو سره مخامخ سوه. 

واشنګټن پوسټ لیکي د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو د پنجشنبې په ورځ د باقي پاته بندیانو د آزادېدو په اړه یو څرګند پیغام خپور کړ، او پدې اعلامیه کي یې خبرداری ورکړی وو چي د امریکا مرستي د سولي د خبرو په پرمختګ پوري تړاو لري. 

واشنګټن پوسټ لیکي غني اعلام وکړ چي د بندیانو د آزاېدولو حکم به امضا کړي. ټاکل سوېده چي د سولي خبري به پدې هفته کي په قطر کي پیل سي.

اخبار لیکي د راز راز ځنډ او خنډ سره سره د متحده ایالاتو د دفاع وزیر مارک یسپیر د شبنې په ورځ اعلام وکړ چي د نومبر تر ختمېدو پوري به په افغانستان کي د امریکايي عسکرو شمېر تر پنځو زرو راکم سي. 

بل پلو، نیویارک ټایمز د اګسټ پر ۹ مه لیکي بالاخره اشرف غني د امریکا تر فشار لاندي د باقي پاته ۴۰۰ طالب بندیانو له آزادولو سره موافقه وکړه. 

نیویارک ټایمز لیکي د مشورتي لويي جرګې اکثره استازي باور لري چي د امریکا د فشار له کبله د افغان حکومت مخکي له مخکي د بندیانو له آزادولو سره موافقه کړې وه. هغوی وايي اشرف غني غوښتل چي د دې فیصلې مسولیت د نورو سره شریک کړي.

نیویارک ټایمز لیکي پدې څو تېرو میاشتو کي حکومتي چارواکو د دې بندیانو د نه خلاصون په اړه راز راز دلایل ویل. ځینو ویل چي پدې بندیانو کي خارجي اتباع موجود دي، او قتلونه يې کړيدي. نو لهذا حکومت يې د خوشي کولو صلاحیت نه لري. بعضي نورو چارواکو ویل چي ځیني بندیان د مخدره موادو قاچاقبران دي، او د منظمو جنايي ګروپونو سره تړاو لري. 

نیویارک ټایمز لیکي د اشرف غني د رژیم چارواکي باور لري چي امریکا د قطر د موافقې په امضا کولو سره طالبانو ته مشروعیت ورکړ، او د افغان حکومت يې سخت کمزوری کړ.  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x