افغانستان

پاکستان د مشورتي لویې جرګې له لوري د بندیانو د خلاصون له پرېکړې هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): پاکستان د کابل حکومت د مشورتي لویې جرګې له هغې پرېکړې هرکلی کړی چې له مخې يې ښايي حکومت څلور سوه طالب بندیان خلاص کړي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي «محمد صادق» پر خپل ټویټر لیکلي «پاکستان د مشورتي لویې جرګې هغه مشوره ستايي، چې ولسمشر غني ته یې له پنځه زره بندیانو څخه د پاتې څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه ورکړې.»

د صادق په خبره، ددې پرېکړو له عملي کېدو سره به دبین الافغاني مذاکراتو په لاره کې شته ستر خنډ له منځه ولاړ شي.

یاده دې وي، چې نن د کابل حکومت د مشر «اشرف غني» له لوري رابلل شوې مشورتې لویې جرګې حکومت ته مشوره ورکړه، چې له پنځه زره کسیز لست څخه  پاتې څلور سوه بندیان خلاص کړي او په دې توګه د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو ته لاره هواره کړي.

مشورتي لویې جرګې ددې تر څنګ وړاندیز کړی وو، چې که په طالب بندیانو کې بهرني اتباع موجود وي؛ هغوی دې د ضمانتونو تر اخستلو وروسته خپلو هیوادونو ته وسپارل شي.

په ورته وخت کې طالبانو او د افغانستان دننه بېلابېلو جهتونو مشورتي لویه جرګه تحریم کړې وه او د سولې په برخه کې د شته فرصتونو په وړاندې د خنډونو جوړولو هڅه یې بللې وه.

د مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړو هم له رسنیو سره په خبرو کې منلې وه، چې جرګه نمایشي وه او د طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه لا له وړاندې شوې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
هادی هلال

دا خپله دټولو کړیدلویو افغانانو یوه لویه هیله ده او خدای د و کړی چی هیوادوالو دا ورکه هیله پوره شی او د ارام ساه واخلی. د پاکستان شیطانی طلسم تر نورو خلکو زیات طالبانو ته معلوم دی ښه بیګله یی د ضعیف صیب د کتاب خاطری دی چی د هر افغان ویده وجدان را ویښولی شی. خدای د ټولو افغانان ته همت ورکړی چی داغمیزه نوره پایته ورسوی. خو حکومت او طالبان د له تیر درس اوعبرته واخلی له تدبر اوحکمت څخه د کار واخلی او د لویو ابلیسانو لکه ایران او پاکستان شوم پلانونو مخه د ډب کړی.… نور لوستل »

وطن دوست

منافق استان ستاسو بادار او یهودی اداره مهمه وه ستاسو لپاره چی ملاتړ یی وکو. دوی موږ ته معلوم دی چی څنکه او تر کومه اندازه مسلمان او زموږ په درد خوری؟

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x