افغانستان

فاریاب کې عسکر پر اووه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د فاریاب ولایت په بلچراغ ولسوالۍ کې یوه دولتي عسکر پر اووه کلنې ماشومې جنسي تېری کړی، چې له امله یې د سیمې خلګ په لاریون راوتلي.

د فاریاب ولایت د بلچراغ ولسوالۍ ولسوال «عبدالرحیم حسن زاده» اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي، چې دغه پېښه تېره ورځ ماځیګر د بلچراغ ولسوالۍ په مرکز کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاته کړې «دغه اووه کلنه نجلۍ د پوځ له قرارګاه سره تېرېده، چې یوه پوځي راګرځولې او جنسي تېری یې ورباندې کړی.»

په ورته وخت کې د ۲۰۹ اتل قول اردو ویاند «حنیف رضایي» هم پېښه مني او ادعاء کوي، چې پر ماشومې جنسي تېری کوونکی پوځي نیول شوی او پېښه به په جدي ډول وڅېړل شي.

د رضايي له قوله، د څارنوالو او د جرمونو د پېژندونکو  یو پلاوی د ۲۰۹ قول اردو د مشر  «هیب الله علیزي» په سرپرستۍ کې د پېښې ځای ته تللی.

بل لور ته د سیمې خلګ بیا د پېښې په غبرګون کې په ډله ییز لاریون راوتلي او له امنیتي ځواکونو سره په شخړه اوښتې.

په فاریاب ولایت کې مېشت خبریال «قطب الدین کوهي» د یادې پېښې په اړه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دوهمې ټولۍ د شپږم کنډک یو عسکر چې  بابر نومېږي او ۲۸ کاله عمر لري پر اووه کلنې ماشومې د جنسي تېري عامل دی.

که څه هم د بلچراغ ولسوال لاریون کوونکي په تاوتریخوالي تورنوي او د هغوي په ډزو کې د یوه پولیس د وژل کېدو خبر هم ورکوي؛ خو د کوهي له قوله، کله چې د سیمې خلګ د پېښې په غبرګون کې په لاریون راوتلي دولتي عسکرو او پولیسو ورباندې ډزې کړې او درې تنه يې ټپيان کړي.

یاده دې وي، چې دا لومړی ځل نه دی چې دولتي عسکرا وپولیس په ماشومانو جنسي تېري کوي؛ تر دې وړاندې هم ورته پېښې رسنیزې شوې او په ځینو وختونو کې یې حکومت د څېړلو وعده هم کړې؛ خو تر دې دمه ددې کار د مخنیوي لپاره د پام وړ ګامونه نه دي اخستل شوي.

څه موده وړاندې د امریکا بهرنیو چارو وزا ت هم په خپل کلني راپور کې ویلي وو، چې د کابل حکومت امنیتي ځواکونه له ماشومانو څخه جنسي استفاده کوي.

یاد راپور کې ویل شوي وو، چې کم عمره ماشومان د جنسي استفادې په هدف په امنیتي لیکو کې استخدامېږي او حکومت که څه هم دا پېښې ویني؛ خو د مخنیوي لپاره یې ګامونه نه اخلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
سیدزرغون شاه آغا

ارګ پخپله په جنسی معاملو تورن دی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x