fbpx
عمر داودزی

داودزی: افغان ځواکونه د امنیت د ټینګښت جوګه نه دي

نن ټکی آسیا: د افغانستان د کورنیو چارو وزیر نن د ولسي جرګه په غونډه کي وویل چې افغان ځواکونو ته تر وخت مخکي د بهرنیانو څخه امنیتي مسؤولیتونه سپارل شوي، هغوی تر اوسه ددې کار لپاره اماده نه وه.

نوموړي دا خبري ولسي جرګې ته په هغه غونډه کي وکړې، په کوم کې چي د ملي امنیت، او ملي دفاع وزارت په شمول ولسي جرګې ته د امنیتي حالت په اړه د توضیحاتو لپاره ور بلل شوی وو.

نوموړي وویل چې دا یو ناقص فکر ، ناقص پلان او یو ناقص انتقال د مسؤولیت وو، زمونږ ځواکونه دې ته اماده نه وه، اول باید امنیت ټینګ شوی وای، او بیا پولیسو ته امنیت سپارل شوی وای.
او زیاته یې کړه چې زمونږ پولیس اوس د جګړې په اول خط کي جنګیږي او قرباني کیږي. په تېر یو کال کې یو سل او پنځوس زره بهرني ځواکونه د افغانستان څخه ووتل، او د هغوی پر بدیل باندي هیڅ بحث او فکر ونه شو، بلکي یوازي امنیتي مسؤولیت یو داسي ځواک ته وسپارل شو چي هغه یې جوګه نه وه.

داودزي وویل چي مونږ تر اوسه هغه ځای ته نه یو رسیدلي چې پرته له بهرنیانو د مرستي امنیت ټینګ کړو، که مونږ وایو چي نه مونږ یی کولای سو، نو دا به زمونږ بې ځایه لافي وي، او درواغ به وایو.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د