لیکنېنظــر

بین الافغاني/د افغانانو خپلمنځي مذاکرات؛ یعنې څه؟

لیکنه او راټولونه: زمریالی اباسین
مذاکرات څنګه کیږي او مذاکره څه ته وايي؟

که څه هم دا یو پېچلی بحث دی، خو دلته یې تر وسه هر څومره چې ممکنه وي د منځپانګې په پام کې نیولو سره یادونه کوم:
مذاکره هغه میتود ته ویل کیږي چې دوه یا څو لوري/جهتونه یې په ترڅ کې د توپیرونو او تضادونو د له منځه وړلو هڅه کوي.
دا هغه پروسه ده چې مقابل لوري له کومې شخړې او نانندریو پرته سره د مېز تر شا کیني اود ښکېلو لوریو ترمنځ د سازش یا توافق رامنځته کولو هڅه کوي.

ځینې رسنۍ او ملګري بین الافغاني مذاکرات په تېروتنې سره بین الافغاني خبري یا د افغانانو خپلمنځۍ خبرې لیکي او وايي چې دا تېروتنه ده. هغه څه چې تمه ده ژر د طالب بندیانو له خلاصېدو وروسته پیل شي “بین الافغاني مذاکرات/د افغانانو خپلمنځي مذاکرات” دي.
مذاکره که څه هم د دلایلو، عرایضو، غوښتنو او ابهاماتو د وړاندې کولو سره د یو سازش،تفاهم او هوکړې په موخه پیلیږي، خو پایله یې تل مطلوبه هم نه وي چې خپل لاملونه لري.

مذاکره څو ډولونه لري، چې موخه یې د توپيرونو له منځه وړلو په موخه استدلال او د تضادونو په مقابل کې د قناعتونو رامنځته کول دي او د تهوماس کېلمن د فورمول له مخې د شخړو، تضادونو او مخالفتونو له منځه وړلو او د تفاهم، توافق او مصالحې د ایجاد په موخه په پنځو سبکونو وېشل شوي:
۱- رقابتی مذاکرات (د یو بل پر وړاندې د خپلو اهدافو/غوښتنو دفاع)
۲- اجتنابي مذاکرات (د تضادونو او مخالفتونو کمول)
۳- سازګاري مذاکرات (د مقابل لوري له غوښتنو سره ځان عیارول)
۴- مصلحتي مذاکرات (د وضعیت او شرایطو سره په برابرۍ غوښتنې/اهداف)
۵- د همکارۍ رامنځته کولو مذاکرات (په ګډه د کار/واک/چارو تنظیمول)
لومړی خو دا مهمه ده چې پوه شو، د افغانانو ترمنځ احتمالي مذاکرات کوم ډول مذاکرات دي؟
دا هغه پوښتنه ده چې ممکن د راتلونکو ممکنو بین الافغاني مذاکراتو ابهام تر ډېره ده راکم کړي.
زه هڅه کوم چې پنځه واړه یې د احتمال په چوکاټ کې تاسو سره شریک کړم:
لومړی، د افغانانو ترمنځ رقابتي مذاکرات:
که دا ډول یې احتمالا وي هم، نو مقابل اړخونه باید څوک وي؟

ظاهراً، د افغانستان د جګړې له داخلي/کورني لحاظه ښکېل اړخونه په څو ډلو وېشل شوي او هر یو یې جلا-جلا اهداف او غوښتنې لري. د بېلګې په توګه، د شمال ایېتلاف په لومړي سر کې عمده مشترک اهداف لري، خو پخپلو منځو کې د جګړې او سولې په اړه مختلف مسیرونه څاري.
دغه راز، سویل زون کې قومندانان او بیا ختیځه څنډه کې ډلې او ټپلې هم سره متضاد اړخونه او غوښتنې لري. همداسې اوسنی حکومت د دوو عمده سیاسي سیالانو مشترک جوړښت دی چې په ډېرو مسایلو کې سره همغږي او هم ردیفه ندي. د پخواني حکومت واکداران هم یو بل مسیر پالي.

دا یې شو د نظام دننه د تضادونو یو مختصر انځور. څرګنده ده چې دوی د شته تضادونو له امله په یو نظام کې د یو نظام په استازیتوب نشي راټولېدلی. د نظام دننه دغه متشنج او له لسیزو راهیسې خپلو کې پر نانندریو او مخالفتونو کې واقع لوري به د یو مشخص لوري په مقابل کې مشخص دریځ او لیدلوري غوره نکړی شي. تر ټولو ستر لامل یې په بهرنیو کړیو پورې د هرې ډلې او هر لوري ضمیمه کېدل دي.

دې ته په کتو چې، طالب لوری له افغان حکومت سره د حکومت په توګه مذاکرې ته اصلا حاضر ندی او مقابل اړخونه یې هم د نظام دننه دغه ډول دي. نو پایله دا کیږي چې راتلونکي احتمالي بین الافغاني مذاکراتي له رقابتي مذاکراتي چوکاټه بهر دي. د دې مذاکراتو خاصیت د مقابل لوري قاطعیت، پر نفس اعتماد او پر معاملې او پایلو یې تمرکز ته اړتیا لري چې پدې ډول څرګنده ده دا خاصیت همدلته پای مومي او لدې سبک دا مذاکرات بهر ښکاري.

دویم، اجتنابي مذاکرات:
دا ډول مذاکره معمولا کمې ادعاوې او جنجالونه له ځانه سره لري. پدې مانا چې، پدې ډول مذاکراتي سبک کې مقابل لوري هڅه کوي تعامل ډېر او تقابل کم کړي او خبرې جنجال او شخړې ته ونه وځي. روښانه ده چې، د افغانستان د نولسو کلونو ناورینونو ګڼې عقدې او تربګنۍ راټوکولي او د هرې یوې هواری او له منځه وړل یې کلونه زیار او پرېمانه زغم ته اړتیا لري.
څنګه به ممکنه وي چې طالب دې د فوق العاده شبه نظامي او ملیشه ځواک په توګه سیاسي دریځ ته لومړیتوب ورکړي او پرېکړې دې د ډيپلوماسۍ په اډانه کې وکړي؟

که فرض کړو طالب دا کار وکړ، نو دولت به طالب سره حداقل د اوسني حکومت د دوو شریکانو تر حده تعامل او معاملې وکړي؟ که څه هم، باید بیا یادونه وشي چې، طالب دولت مزدور بولي او دولت طالب، او لاهم د یو بل پر وړاندې غوره انتخاب نظامي پاېښت بولي.

طالب فکر کوي چې کابو دوه لسیزې یې د امریکا او ناټو د جنګ ماشین ستړی او خبرو ته مجبور کړ؛ له هغه دولت سره به څنګه له خپلو سرسختو داعیو او غوښتنو اجتناب وکړي چې فکر کوي نه بدلېدونکي دي. دوی چې جمهوریت نه مني او هغه د نه منلو وړ انګېري، څنګه به له خپلو غوښتنو تېر شي. همداراز د نظام دننه کړۍ؛ چې نه پر جمهوریت معاملې ته تیار دي او نه هم په هېڅ بیه لږترلږه له واکه تیریږي؟

دریم، سازګاري مذاکرات:
هغه چې یو لوری ځان د بل له غوښتنو سره ځان عیاروي لکه له حکومت سره د ګلبدین حکمتیار مذاکرات چې وو. هغه جمهوریت ومانه، له خپلو پخوانیو سرټنبګیو تېر او د دولت له غوښتنو سره یې د کمو سیاسي فرمایشونو په مقابل سازش وکړ او ان ولسمشرۍ ته ودرېد.

د مذاکرې پدې سبک کې تعامل کوونکی لوری هڅه کوي د نرمې ډيپلوماسۍ په اډانه کې ورو-ورو د موجوده سېسټم په چوکاټ کې ځان برابر او موخو ته ورسیږي.

طالب دا کار کوي؟ څوک وايي چې هو؟!
دولت به دا کار وکړي؟ روښانه ده چې د څو کلونو داخلي جګړې او د واک پر سر شخړې تکرار به ورته بدیل ونلري او نه به هم له غټو امتیازونو پرته دا ډول مذاکره بریالي کېدو ته پرېږدي.

څلورم، مصلحتي مذاکرات:
دا هغه مذاکره ده چې وضعیت او د شرایطو څرنګوالی یې پر پایلو او څرنګوالي مستقیم اغېز ښندي. دلته مقابل اړخونه هڅه کوي چې وضعیت درک کړي او د شرایطو سره په برابرۍ جوجاړي ته ورسیږي. د افغانستان شرایط دا دي چې که روغه جوړه نه کیږي او امریکا او ملګري هم په یو ډول د دې هېواد د راتلونکي ټول مسوولیتونه د ښکېلو افغان جهتونو پر غاړه اچوي او داسې ښيي چې، “وګورئ، افغانان خپلو کې جوړ رانغلل! موږ کلونه زیار وکېښ او خپله غاړه مو خلاصه کړه فرصت مو برابر کړ مصرف مو وکړ، خو دوی سره جوړ رانغلل. د راتلونکي مسوولیت د افغانانو په پر غاړه دی!” نو بیا خو له کورنۍ جګړې پرته بل انتخاب تر سترګو کیږي؟
او پنځم، د همکارۍ رامنځته کولو مذاکرات:
پدې ډول مذاکراتو کې دواړه لوري هڅه کوي چې لومړی اړیکې پیاوړې شي او مذاکراتي ناستې د تفاهم فضا رامنځته کړي. مطلب، دواړه لومړی باید د یو بل منلو ته تیار شي، بیا سره پر شته اختلافاتو پوه شي او په نهایت کې د “یو څه ورکړه او یو څه راکړه” فورمول په چوکاټ کې توپيرونه له منځه یوسي او پر یو نوي جوړښت هوکړې ته ورسیږي.

پدې ډول مذاکراتي سبک کې دواړه لوري طرحې، وړاندیزونه، د مخالفت ټکي، حل لارې او اندېښنې وړاندې کوي او پر هر یو یې د متقابل درک او واقعیتونو په پام کې نیولو سره د روغې جوړې لپاره له زغم او دُرایت سره مل اوږدې خبرې کوي او په دوامدار ډول دغه مذاکرات تسلسل پيدا کوي څو هراړخیزې او د منلو وړ پایلو ته ورسیږي.

دا ممکنه ده. ځکه چې اوس له بهرنیانو پرته طالب، دولت او ټول نور افغان اړخونه ښه سره پدې پوهیږي چې په سیمه کې د موجودو سترو سیالانو په شتون کې یو هم بریالی ندی څو ټول بریالي نشي.

دا هغه احتمالي ممکن مذاکراتي چوکاټ دی چې د راتلونکي ممکنو بین الافغاني مذاکراتو برخلیک مثبت لور ته رهبري کولی او د یو نوي او د سولې پر لور په پياوړې توګه د روان افغانستان جوړښت تضمینولی شي.

د همکارۍ لپاره ټول افغان جهتونه پوټنشل او ظرفیت لري او د هر یو یې بل نه ځای نیولی شي او نه یې حذفولی شي.

لاره اوږده او پېچلې ده، خو د تونل په پای کې د رڼا څرک څرګند شوی چې افغانان یې باید د یو فوق العاده طلايي چانس په توګه وانګېرې او ومني او د کرغېړنې جګړې، ذلت او خواریو او نه پایته رسېدونکې جګړې پر ځای سوله خپل رښتینی او عقلاني مرام وګرځوي. بل انتخاب د هېڅ افغان په ګټه نه و او نه به وي!

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالواحد

چه یی فکرستاله فکره مخالف وی———-شپه اوورځ که درسره وی اشناندۍ.زماپه فکرګمان نکوم چه کمونسټان به له خپله فکره تیرسی اویابه طالبان مارکسستی افکارتسلیم کی زماپه نظرداوراواوبویوځای کول امکان نلری خولویه لاس ته راوړنه د۵۰۰۰طالب بندیانوآزادی اودکفارودوتلوپروسه ده

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x