افغانستان

غزني کې ۹ دولتي عسکر طالبانو ته تسلیم شوي

نن ټکی اسیا (دوشنبه،۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): طالبانو ته د دولتي عسکرو د تسلیمۍ په لړ کې د غزني ولایت د مقر ولسوالۍ ۹ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي دي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپلې ټویټر پاڼې ددغو تسلیم شوو دولتي عسکرو او پولیسو نومونه هم رسنیز کړي دي: «د غزني ولایت مقر ولسوالۍ په مربوطاتو کې د کابل ادارې ۹ تنه عسکر اوپولیس(عبدالله، نعمت الله، رحمت الله،عجب خان، رحمت الله، عبدالسلام، فضل محمد،حاجی محمد او حکمت الله)د حقائقو په درک کولو سره له خپلو دندو لاس په سر اومجاهدینو ته راغلل.»

د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې او دولتي عسکرو ته د طالبانو د مشر شیخ هبة الله اخندزاده د عامې بښنې له فرمان نه وروسته طالبانو ته د دولتي عسکرو ته د تسلیمۍ لړۍ چټکه شوې او کابو هره میاشت سلګونه دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیمیږي.

تیره میاشت هم شاوخوا ۹۰۰ دولتي عسکر او پولیس طالبانو ته تسلیم شوي وو، چې د طالبانو لخوا امن کاروتونه ورکړل شوي او ملکي ژوند ته سوق شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x