افغانستان

د مشورتي جرګې غړي: د هغو طالب بندیانو په اړه معلومات نه لرو، چې زموږ په پرېکړه خلاصېږي

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې نن د مشورتي لویې جرګې تر نامه لاندې د څلور سوه طالب بندیانو د خلاصون په اړه پرېکړه وشوه او «اشرف غني» وویل چې دوی به د یادې پرېکړې په اساس طالب بندیان خلاصوي؛ د مشورتي لویې جرګې یو شمېر غړي وایي،  لا هم د هغو بندیانو په اړه معلومات نه لري چې ددوی په پرېکړه خلاصېږي.

د مشورتي لویې جرګې ځیني غړي ادعا لري، چې د جرګې له مسئولینو یې وغوښتل  د خلاصېدونکو څلور سوه طالب بندیانو په اړه معلومات له کمېټو سره شریک کړي؛ خو په خبره یې هغوی هیڅ معلومات ورسره شریک نه کړل.

ددوی له قوله، د جرګې مسئولین دومره هم تیار نه و، چې د خلاصېدونکو بندیانو نوم او د نيول کېدو نېټه او ځای ورسره شریک کړي.

د حلیمه په نوم د جرګې یوې ګډونوالې «طلوع نیوز» ته ویلي «موږ نه پوهېدو چې کوم بندیان خلاصوو، د هغوی هيڅ جدول له موږ سره شریک نه شو. د بندیانو د خلاصون پرېکړه له وړاندې شوې وه، خو مسئولیت یې زموږ په اوږو را بار کړ.»

د خاطرې په نوم د جرګې یوه بله ګډونواله هم ورته خبره کوي او وایي «موږ هیڅ نه پوهېږو چې څوک خلاصېږي.»

عبدالحمید چې درې ورځې یې په مشورتي لویه جرګه کې د طالب بندیانو د خلاصون په اړه د پرېکړې په تمه تېرې کړې، طلوع نیوز ته ویلي، په هغه معلوماتو یې قضاوت کاوه چې له ټولنیزو رسنیو  یې ترلاسه کړي و «له دې پرته موږ په څه نه پوهېدو، موږ هغه قاضیان وو چې خپل مجرمین مو نه پېژندل.»

مشورتي لویه جرګه چې درې ورځې یې دوام وکړ او ۳۳۰ میلیونه افغانۍ یې په نامه ځانګړې شوې؛ غړي يې په دې اند دي، چې د بندیانو د خلاصون پرېکړه له وړاندې شوې وه او دوی هسې نمایشي کېنول شوي و.

دغه جرګه چې زرګونه ګډونوال یې درلودل، طالبانو او د افغانستان دننه بېلابېلو جهتونو غیر مشروع او نمایشي نومولې وه او د سولې په وړاندې د خنډونو جوړولو هڅه یې بللې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx