لیکنېنظــر

د ساده مسائلو د پیچلتوب هڅې د څه له پاره!؟

بلال کریمي

د روان  ۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په نهه ویشتمه د قطر پلازمینه دوحه کې د امریکا او اسلامي امارت  د مذاکراتي ټیمونو تر منځ  له اوږدو مذاکراتو وروسته  د ګڼو هیوادونو او بیلابیلو سازمازمانونو د استازو په حضور کې یو جامع تړون لاسلیک شو، چې همدا تړون  وروسته ملګرونو ملتونو هم تائید کړ او د نړیوالو له لوري یې پراخ هرکلی وشو.

په یاد تړون کې امریکا دوه ځلې ژمنه کړې چې په راتلونکو لسو و رځو کې یعني د مارچ میاشتې تر لسمې نیټې پورې به  د  باور فضاء د رامنځته کولو په هدف د اسلامي امارت پنځه زره تنه زندانیان( چې د خارجي عسکرو په مرسته د مختلفو عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي ) ازادوي او  همدارنګه اسلامي امارت ژمنه کړې چې د کابل ادارې  زرتنه بندیان (چې د اسلامي امارت په محابسو کې بندیان دي)  خوشي کوي  او  له دې وروسته به   بین الافغاني خبرې پیلیږي.

اسلامي امارت  چې د خپل تأسیس له پیله  د شخړو او ستونزو د حل  په برخه کې تر هر څه لومړی  پر تفاهم  باورلري، له مقابل لوري  څخه  هم غواړي چې په خپلو ژمنو کې جدي او رښتینی و اوسي تر څو د خبرو او تفاهم له لارې د ګران هیواد دې اوږدې غمیزې ته د تل له پاره د پای ټکی کیښودل شي.

اسلامي امارت  د معاهدې له لاسلیک وروسته   په خورا تدبر او درایت سره  له خپل لوري د کړیو ژمنو په سمه توګه د عملي کولو  کار پیل کړ چې تر دې مهاله هیڅ داسي مورد نه دی لیدل شوی، چې اسلامي امارت دې د تړون له کومې مادې څخه تخلف او تخطي کړې وي.

بالمقابل مقابل  لوري ګڼ تخلفات کړي او د خپلو کړیو ژمنو په بشپړ عملي کولو کې یې تل  ناغیړۍ کړې دي او دادی اوس  د دوحې د تړون له امضاء څخه  نژدې شپږ میاشتې تیرږي خوهغه  لومړنۍ ژمنه یې چې هغه د اسلامي امارت  ۵۰۰۰ تنه محبوسینو ازادول وو،لا نه ده تکمیل کړې ، د  ۴۰۰ تنه بندیانو  نه خلاصون یې د نامعقولو او غیرقانوني بهانو په وجه د بین الافغاني مذاکراتو په مخکې د خنډ سبب ګرځولی، داسلامي امارت پالیسي ته په کتو د دوحې د تړون په مقابل کې بله هیڅ طرحه معنی او اهمیت نه لري، هغه که د لویي جرګې په نوم  حکومتي غونډې وي او که  نور غیر قانوني او نامعقول فرمایشات  او غوښتنې.

اسلامي امارت دې ته منتظر دی  چې ژر تر ژره پاتي بندیان هم خوشي شي او بین الافغاني خبرې پیل شي.

  د بندیانو د خلاصولو په مورد کې اسلامي امارت له خپل جانبه  خپل مسئولیت په ډير ښه ډول اداء کړی او له ژمنې سره سم یې په مختلفو پړاونو کې د تیر لوی اختر تر ورځې پورې د کابل ادارې څه د پاسه ۱۰۰۰ تنه بندیانو د ایله کیدو پروسه بشپړه کړه.

دغه راز په توافقنامه کې راغلي چې په راتلونکو څورلس میاشتو کې به ټول بهرني پوځیان  او غیر دیپلوماتیک پرسونل له افغانستان څخه وزي، اسلامي امارت به  ورته د وتلو مصئونه لار ورکوي او بریدونه به نه ورباندې کوي چې  همداسي شوي او تر نن ورځې پورې د اسلامي امارت  مجاهدینو د  خپلو مشرانو له هدایاتو سره سم  ، له هغوی څخه د حیرانونکي اطاعت  په څرګندولو سره د  ټول هیواد په کچه  په بهرنیانو  یو برید نه دی کړی او نه هم په دې اړه د کوم برید راپور ثبت شوی دی، خو امریکایي جهت د خپلو داخلي غلامانو په ملاتړ د توافقنامې خلاف په ځلونو تخطیانې کړې چې بیا له دوی سره د مذاکراتي کانال له لارې شریکې شوي او دوی هم ورباندې بار بار اعتراف کړی.

همداډول د کابل ادارې له لوري په ملکي خلکو بمبارۍ ترسره کول، د هستوګنې په سیمو د ثقیله وسلو استعمال چې په نتیجه کې سلګونه بې دفاع ملکیان په شهادت رسیږي،  ژوبلیږي او مالي زیانونه ور اوړي، کورونه، مساجد او عامه تأسیسات په کې ورانیږي، دا ټول هغه موارد دي چې مقابل جهت یې د مظلوم  اولس په وژلو او کړولو سره په اسلامي امارت باندې د فشار واردولو  په توګه کاروي، هغه تجربه چې په تیرو نولسو کالو کې یې هیڅ نتیجه نه ده ورکړي، بلکې لایې د ملت حساسیت راپارولی او غبرګون ته یې اړ کړی دی.

اوس پوښتنه داده چې ولې دومره ساده، آسانه او روښانه موضوع  (چې  هغه د دوحې د  تړون  چوکاټ عملي کول دي) د پیچلتیا او ابهام خواته بیول کیږي؟، ولې خنډونه او موانع په کې ایجادیږي  ؟، ولې غیرمنطقي او نامعقولې بهانې او پلمې تراشل کیږي؟  او ولې  د سولې  له پاره د رامنځته شویو فرصتونو د ضیاع هڅې کیږي؟.
زما په نظر د دې څو وجوهات کیدلای شي.
ـــ امریکا وروستۍ هڅې کوي تر څو د کابل اداره (چې د همدې امریکایي اشغال محصول دی) د اسلامي امارت په مقابل کې د اصلي او ذی صلاح جهت په توګه مطرح کړي، تر څو د رسمي او قانوني ادارې په توګه ورسره تعامل وشي.
ــــ امریکا او متحدین یې حتی الامکان کوښښ کوي چې همدا ګوډاګی او د اشغال په نتیجه کې  را منځته شوي نظام بقا په هغه ډول تضمین کړي، چې د دوی نولس کلنو لاس ته راوړنو ته په کې زیان ونه رسیږي.

ــــ د افغانستان په ځانګړې توګه د اسلامي امارت په اړه د امریکا سیاست د عقدې او دښمنۍ سیاست دی، چې هیڅکله  نه غواړي هغه څوک چې د دوی فرعونیت یې چلنج کړی او د دوی پوزه یې په ځمکه ور سولولې، د خپلې خوښې نظام او د خپلې خوښي هیواد ولري.

ــــ   د شر او فساد پخواني او اوسني عناصر ،  د بهرنیو هیوادونو جاسوسي کړۍ او بانډونه او جنګ طلبه حلقات (هغه که په داخل کې دي او که په امریکاکې دي) خپل ټول کوښښ کوي تر څو دغه د سولې  رامنځته شوی فرصت ضائع کړي او دوی خپلې، شخصي، ناروا او مافیایي ګټې خوندي وساتي.

ــــ  امریکا او غربي  پالیسي جوړونکي او د اسلامي نظام سرسخته دښمنان د پردې تر شاه نور شوم عزائم  او موخې لري چې تل په دې کار کوي، څنګه په نړۍ کې د مسلمانانو د واکمنیو مخه ونیسي، انشعاب په کې ایجاد کړي، جواسیس په کې ننباسي، سپیڅلي خوځښتونه  د مختلفتو لارو او نیرنګونو په وسیله له انحراف سره مخامخ کړي، خپلې دجالي موخې ورباندې تحمیل کړي  او نور.

د حل لاره:
داچې اسلامي امارت د افغان مجاهد او شهید پرور ملت له متن څخه را ټوکیدلی او موخه یې په ګران هیواد کې د سوچه اسلامي حاکمیت را منځته کیدل دي، نو بناء تر هرڅه  لومړی د  الله تعالی د دین نصرت کول دي  چې په نتیچه کې یې الله تعالی ثبات  او فتحه را نصیب کوي.
الله تعالی د سورت  محمد په ۷ نمبر آیت کې فرمایي
يا أَيُّهَا الَّذينَ آمَنوا إِن تَنصُرُوا اللَّهَ يَنصُركُم وَيُثَبِّت أَقدامَكُم﴿۷﴾
ژباړه: ای مؤمنانو که تاسي د الله ( د دین) سره مرسته وکړئ، نو هغه به ستاسي سره مرسته او نصرت وکړي او ستاسي قدمونه به کلک او ټینګ کړي.

د تیرو نولسو کلونو په  دوران کې  په خورا سختو او ستونزمنو شرائطو کې  اسلامي امارت د دین او هیواد له علیا مصالحو څخه د دفاع په لار کې ثابت دریدلی، له دې وروسته به یې هم   د بریالیتوب او بقاء  اصلي  راز او سبب  همدا ثبات ، واضح موقف او درنه پالیسي وي، چې په تعقیبولو سره به یې حتما مطلوبه  نتائج تر لاسه کیږي.

ان شاء الله و ماذلک علی الله بعزیز.
پای

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x