نظــر

العلمانیة؛ سیکولر ديموکرات یا تکنوکرات

عبدالغفار سربڼ

هغه خلک چې په سنت الله کی تبديلي راوستل غواړي که نه پوهیږي جاهل او گمراه دی او که خبر دی بیا نو له بې باورو سره به په یوه ټولگي کې ناست وي، که مسلمان هم وي فکر او عمل یې له کتاب سره سمون نه لري.

العلمانیة د سیکولر عربي لفظ دی، نن ورځ د ديموکراسي، جمهوریت، انتخابات، پارلمان په هکله سرنی غږول کیږي او دا درې ارکان د مقننه، قضاییه او اجراییه په نامه دا ټول فقط صورت او شکل دی د یو جابر ظالم پر سود خورۍ قائم نظام دی.

یو ټولگی او قوي ډله چې سبقونه یې د باندې او دننه د غربي سوچ پر بنا لوستلي دي او زورور مالدار دی، د دوی تر شا دریدلی دی، چې هم پوځ، هم قضا، هم پولیس، هم مطبوعات او میدیا او ځینې اخرت پلورونکي دیني عالمان د دوی د امر لاندې کار کوي او ددې له پاره چې د دوی مصلحت او منفعت سمبال شي نو په بیرحمۍ د مقننې قوې په نوښت نوي نوي قوانین جوړوي.

دا خو لا نیم مصیبت دی، اصلي مصیبت هغه وخت راځي چې خلک د دوی له جبر او ظلم نه په تنگ شي او بغاوت ته ملا وتړي نو بیا دا تکنوکرات غرب وهلي خپل اصلي مخ ښکاره کوي او خپلو حقیقي اولیاوو او حامیانو ته چې د هغوی په امر او لگښت مامور وو مراجعه کوي تر څو دوی په نظامي، مالي او سیاسي لحاظ تقویت او غښتلي کړي هلته ده چې دا حال جوړیږي لکه افغانستان او ځینې نور هیوادونه لکه مصر، عراق، سوریه او یمن.

دا جمهوریت څه شی دی چې حتی ځینې مسلمان خلک هم د هغه پر مخ مین شوي دي، اسلامي هیوادو کې لکه مصر، ترکیه، پاکستان هم دا وایي چې دوی هغه ته وفادار دي، حتی ځینې ملایان لگیا دي په ډالري فتواوو هغه ته نعوذ بالله فقهي بڼه ورکوي.

اوله خبره داده چې په شپارسمه ۱۶ پیړۍ کې په غرب کې د کلیسا ظلم او د عقاید و تفتیش او د مخالفینو په لسهاو زرو وژل آخري درجې ته ورسید، هلته یو سړی چې په لسو سترو روحاني مشرانو کې شمېرل کیده د لوتر په نامه را پورته شو او د کاتولیک پاپ پر خلاف یې نا‌‌ فرماني شروع کړه چې په نتیجه کې سره جلا شول او ده ځان ته بل دکان جوړ کړ، د پروتستانت په نامه دده اوله فیصله داوه چې دولت دې له دین او عبادتو نه جدا شي او د نصراني دین قوانین زاړه دي او باید خلک خپله د دین او کتاب نه پرته قوانین جوړ کړي او کلیسا دې په کلي کې پاتې شي،  ښار او حکومت دې د کلیسا امر او لاس وهنه نه مني، ټول آزاد دی او برابر انسان نعوذ بالله له دین نه پرته او پخپل سر باید خپل قانون او حکومت جوړ کړي، ځان له دیني او اخلاقي قیدونو خلاص کړي يعنې دا ټول فقط او فقط د کاتولیک کلیسا د قدرت پر ضد وو تر څو ظلم کم شي.

وروسته بیا کرار کرار غربیانو له دې نه نوی دین جوړ کړ، زما په اند او فکر دا تلاش یا سیکولريزم او جمهوریت دین کمول یا دولت او دین جدا کول نه بلکه نوی دین جوړول وو, د پیروانو یې دا قصد دی چې ټوله دنیا کې باید جمهوري نظام پلی شي، قانون اساسی چې د بشر په لاس جوړ دی د دوی د تګلارې کتاب شي خو رښتیا خبر داده چې پوځ، مال او ربح د دوی د ارباب الانواع ځای نیولی، دا قانون اجازه ورکوي چې دین بدل کړي يا بې دینه واوسي یا ددین په خلاف جد اوجهد ولري. نعوذ بالله.

ظاهر کې ښایسته بڼه لري خو حقیقت کې که یو پر اوومه حصه دا دنیا پاتې او نوره تباه شي فرق نه کا خو ديموکراسي دې پلې شي، دوی له ډیرو دیندارو مسلمانانو لا زیات پر خپل دې نوي دین ولاړ دی او سر پرې ورکوي، خو که څوک حتی يوه مخالفه خبر د جمهوریت یا قانون یا د نظام خلاف ووایي زندان ته لیږدول کیږي.

غربیانو د استعمار له وخته له ۱۸ پیړۍ له دې نوي دین نه په دنیا کې او خصوصا د اسلام پر ضد ډیره گټه واخیستله، دوی متوجه شول چې اسلام له ادارې، حکم ، قضا، کار او روزگار، اخلاق، عبادات او معاملات او معادلاتو سره مستقیمه رابطه لري او پرته له دې چې الهي احکام د ژوند په روان بهیر کې اجراء کړي د دوام او بقا امکان نه لري يعنې اسلام که له اداري او قضا لرې شي او کتاب الله او سنت الله او دیني عالم په مسجد کی بندي شي نو اسلام به په یو فلج او معلول بدن بدل شي دوی تلاش کولو چې د مسجد قفل هم د حکومت په لاس کې ورکړی او کله چې د لمونځ وخت راغی که د پاچا خوښه وه بیا خلک هلته ننوځي یعنې الله ته رجوع خشوع او سجده د حاکم په اجازه وي ډیرو ځایو کې دوی موفق شول خو دلته زمونږ هیواد که اوس یو ځل بیا یو تاریخي فرصت پیدا شوی چې فقهي نظام ټينگ شي دین جدا دولت جدا هسې خوشې چټیات دي.

دوی نوی نصراني دین پروتستانتیسم پر مونږ منل غواړي هغه هم معلول چې غل، قاتل، همجنس باز، شرابي، محتکر، ظالم، فاسق، فاجر دروغجن له هر شي بد تره خاین، مزدور د غرب او مال دوسته ،غیر متعهده اشخاص په حکومت کی راوستل غواړي یو امین او با تقوی او وطن او خلکو ته متعهد ديمکرات دولت په گرده اسلامي هیوادونو کې نه شته او نه به راشي ځکه پوځ اصلا په دې هیوادو کې د خلکو د سرکوب له پاره ناست دي او دا درواغ نه دی مصر الجزایر تونس عراق … او ټول په دي پوهيږي چي ولې ځینو هیوادو کي فوجونو سره مالي او مادي مرستې کوي، غربیان بیا په خپلو کې جوړ شول کاتولیکانو ومنله چې د ډیرو پیسو په مقابل کې به علني په حکومت کې دخل نه لري خو نن هم په اروپا کې او آمریکا کې گوندونه ټول دموکرات مسيحي نومونه لري.

جوته ده چې د غرب اصلي هدف د اسلام ضعیفول او هغه په داسې یو دین بدلول وو چې روح په کې نه وي او تن یې هم فلج وي لکه پخوانی آیین او ادیان په اسانۍ لیدل کیږي چې کومو شیانو سره دوی سخت نفرت لري او د هغو ورکیدل غواړی، اسلامي تعلیم او تربیه په نصابونو کې کمول, جهاد باندې مسخري کول زکات او روژه بې اهمیته او رضاکارانه عمل اعلانول لمونځ ته لږ ارزښت ورکول.

خلاصه:
دین یو فردي او شخصي کار گڼل او ایمان پر الله یو فردي ذوقي او د وروسته پاتې خلکو کار پیژندل ، اخلاقي ثقافتي قواعدو ته بې حرمتي کول، ملي، دينی، هويت او پیژندنه د جاهلو خلکو سوچ ګڼل د دوی اصلي تګلاره ده، د دې هدف د تحقق له پاره دوی ډیرې زبردستې دستگاوې په کار اچولي، مکتب نه شروع بیا پوهنتون کې، بیا په کار کې که یو مامور روژه نیسي، لمونځ کوي، رشوت نه خوري، تملق نه کوي، د چا ناموس ته په بده نه گوري نو دی بې عقل دی، د دنیا په مزو نه پوهیږی ؛ میدیا او تبلیغاتی شبکی له ويری او په جبر شروع په بسم الله کوی خو په ټول پاتی خپرونه کی الله او الهی احکام د چلونکو په یاد نه وی او کوشش یی هم همداوی او دهمدی له پاره اجوره ورکوی چی د خلکو توجه هم له دین او عبادت نه بل پلو واړوی . دا لو به پس له دی د وطن خلک له دی نا پوهو جمهوری غوشتونکو سره نه منی دوی دالله په امر او رضا داسی رسوا شول چی افغان چی دموکراسی او د انتخاباتو نوم اوری نو بم او دروڼ او ۵۲ نو می طیاری او روس او بوش او ترمپ او غنی او عبدالله او کارونا او وږی نس او بیکاری د میرمنو او کوچنیانو وینی او چیغی ور یادیږې او بس دوی غوشتل چی د کتاب الله او سنت پر جای د ترقی او سوکاله ژوند په بهانه خلک د خپلو خدایانو چی مخونه یی د جمهوری نظام او انتخاباتو پارلمان او دیر گوندیز نظام او تش په نوم مقننه او قضاییه او اجراییه ارکانو اوتفکیکی قوتونه په نقاب پت دی پرستش او عبادت ته مجبوره کړی ددوی اصلی ارباب الانواع دالر، فوج او سوپریم کوټ او هغه تکنوکراتان چی د غرب گماشته گان دی په قضا فوج او داستخباراتو په دستگاه کی . خلاصه تلاش دادی چی خلک بت پرست کړی یعبدون اله من دون الله.

پخپل سری باچاهی ټوپک مار حکومتونه د جمهوریت او دموکراسی په نوم ابدا نظم امن او اداره اوعدل نه شې راوستی فقط مرکزی اسلامی نظام چی د قواعدو سرچینه یی قرانی نصوص ,د پاک نبی ص سنت او فقهی اصول وي کولای شې چی دا د نیمی پيړی ناورین ختم کړي.

نتیجه دا چی سیکولر او علمانیته د مسلمانانو له دین سره نه جوړیږی اصولا په ټکر کی دی دا داسی معلومیږی چی د کدو بوټی د انگورو له تاک سره پیوند کړی او بیا د انگورو ثمر ته کلونه کلونه انتظار شي.

دا زمونږ ځینې ورونه چې د غرب او د صندوق وجهی بین المللی او دجهانی بانک دقرضو په امید دی او دا چی کار به وی او مونږ به هم لکه تایوان او کوریا او ترکیه غوندی ترقی وکړو د سوی یا په ږمنی اوږده خوب تللی دی تر هغو چی دشرعی نظام په رڼا کی غله او فاسق او فاسد سم او مجازات نه شی که د قارون گنج او دفرعون خزانه او د راکفلر دارایی هم دلته په کار واچول شی همدا چور به جاری او ساری وي چی دا ۴۵ کلونو کی روان وو.

احکموا بکتاب الله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x