افغانستان

امریکا د طالبانو د بندیانو د خلاصون پریکړې څخه هرکلی کړی

نن ټکی اسیا (یکشنبه، ۱۹ زمري، ۱۳۹۹ل): د افغانستان د سولې لپاره دامریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپل ټویټر د لویې جرګې د پریکړه لیک څخه هرکلی کړی دی چې پر اساس به یې د طالبانو پاته بندیان خوشي کیږي او بین الافغاني خبرې به پیلیږي.

خلیلزاد په خپل ټویټونو کې لیکلي: مونږ د لویې جرګې او ولسمشر اشرف غني د هغې پریکړې هرکلی کوو چې د پاتو بندیانو د خوشي کولو امر په کي شوی.

نوموړي په تیري څلویښتۍ کلنۍ جګړه کې د سولې پر لور دغه یو مهم قدم او فرصت ګڼلی دی. او په وینا یې ددغې سولې څخه به ټول افغانان، سیمه ییز هیوادونه او نړۍ ګټه واخلي.

خلیلزاد ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې مونږ تمه لرو چې د بندیانو د خلاصون پروسه عملا پایته ورسیږي، بیا به د کابل څخه د اسلامي جمهوریت یو ټیم دوحه ته ولاړ شي او هلته به بین الافغاني مذاکرت پیل شي.

ټول اړخونه به د یوه داسي توافقنامې لپاره پر یوه سیاسي نقشه کار کوي چې په افغانستان کې نوره جګړه ختمه او دوامداره اوربند تضمین کړي.

د نوموړي په وینا لکه څرنګه چې امریکا په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو ملاتړ وکړ، اوس به هم د افغانانو ملاتړ کوي تر څو هر وګړی یې (نارینه او ښځینه) د سولې څخه برخمن شي چې د کلونو څخه ورته تږي دي.

خلیلزاد په خپل وروستي ټویټ کي ویلي: امریکا خپلواک، متحد او ډیموکراټیک افغانستان غواړي، چې هم په خپل داخل کې سوله ولري او هم د خپلو ګاونډیانو سره په سوله کي وي او نړۍ ته هم خطر مواجه نه کړي.

او په پای کې ویلي: مونږ اوس یو قدم ور نیژدې یو.

د سیاسي او نظامي چارو کارپوهانو له نظره د امریکا لخوا پر افغانستان باندي د تپل شوي جګړې له امله په تیرو ۱۹ کلونو کې د افغانانو او بهرنیانو په شمول په سلګونو زره انسانان وژل شوي دي او جګړه یوه داسي بندوبست ته رسیدلې وه چې هیڅ لوري په کې بریالی کیدای نشوه، هیڅ لوري بیله قتلونو بله لاسته راوړنه نه لرله، ځکه امریکا بالاخیره مجبوره شوه چې د طالبانو سره تر اوږدو پړاویزو مذاکراتو وروسته تړون امضا کړي او د خپلو ځواکونو د ایستلو لپاره ۱۴ میاشتې موده وټاکي، په دغه موده کې به بندیان خوشي کیږي، بین الافغاني مذاکرات به کیږي او د سولې او اوربند لپاره به افغانان یوه توافق ته رسیږي.

افغان حکومت تر اوسه شاوخوا ۴۵۰۰ بندیان خوشي کړي، تمه کیږي چې پاته بندیان به هم په نیژدو ورځو کې خوشي کړي او بیا به د کابل څخه یو مذاکراتي ټیم د دوحې پر لوري سفر وکړي تر څو هلته د طالبانو سره مخامخ مذاکراتو ته کښیني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x