نظــر

څه سرچپه دنيا او ظالم اهل يې دی!

عزام حقاني

په افغانستان کې د يوې وژل شوې فرانسوۍ ښځې کورنۍ وايي چې دوی ته د هغو طالب بندیانو آزادول چې لور يې ورته وژلې د منلو وړ نه ده. دغه کورنۍ وايي چې طالبانو د دوی د کور يوه غړې په ۲۰۰۳م کال په افغانستان کې وژلې وه.

تبصره:
د افغانانو پر عزت، دین، ژوند، مال او مسکن تیری هر چاته روا او د بشر دوستۍ اساسي تقاضا وه او ده، خو که ځورول شوی، مظلوم او محکوم افغان د خپل عزت، مسکن، دین او سر پر دښمن د خپل کور په چاردېوالي د خپل کور د اهل د خلاصون لپاره حمله وکړي د ټولو نورمونونو خلاف ترهګري او بشر وژنه ده.

سبحان الله!
څومره ستره بې انصافي او ظلم دی!!
فرانسويانو، امریکایانو او نورو ظالمانو ته هیچا ( مسلمان او کافر ) ونه ویل چې تا د کومو اصولو په هدایت د افغانانو پر ټاټوبي کلسټر او د مور بمونه استعمال کړل؟
ولې دې په B52، کروز او نورو مهلکو وسلو بمبار کړل؟

ولې مو د شپې په نیمایي کې د ناخبره افغانانو په کورونو هجوم ور ووړ او په سخت وحشت سره مو ښځې ماشومان او سپینږیري ووژل؟

د کوم اصل په غوښتنه مو افغانان په سپیو وداړل؟؟
ولې مو په کیوبا، بګرام، پل چرخي او نورو زندانونو کې زندانیان کړل.

ایا دوی انسانان نه دي؟
ایا وینه یې هرچاته هدر دی؟
تف د هغه چا پر حال چې ځانته مسلمان او بیا افغان وایي د ظالمو تیریګرو په دفاع کې شل کاله په سر، ژبه او قلم وجنګېدل.

تف پر هغه سازمانونو او نهادونو چې هره دویمه خبره یې د بشریت د حقوقو څخه پر ساتنه وي، د بشر دوستۍ او بشري حقوقو نعرې وهي؛ ایا وژل شوي او د غربي تیریګرو په یرغل کې راګیر افغانان انسانان او د بشر برخه نه دي؟

د یرغلګرو ظلم وحشت او بربریت یې ته توجیهات او دلایل تراشل خو د مظلوم مشروع دفاع یې په غیر علمي او عقلي دلایلو ننګوله او لا هم لګیا دي.

که په نړوالو کې یوه زره عدالت، بشر دوستي او انسانیت موجود وي باید په زغرده یې ویلي وای چې په افغانستان کې د هر تیریګر سر او مال وړیا او بې ارزښته دی ځکه د یو انسان پر مسکن او عزت یې تجاوز کړی دی.

مشروع دفاع د ملګرو ملتونو د سازمان یو مهم اصل دی، افغانان که بل هیڅ قانون ته مرجعه ونه کړي همدې د شیطاني ملتونو قانون هم ورته د ځانونو او کورونو د دفاع حق ورکړی؛ بیا په کوم جرﺉت شر اچوونکي کفار رالګیږي ځانونو ته په پردي ملکیت کې د هغه پر عزت، عقیدې او مال د تیري په حال کې ځانته مصؤنیت ور کوي؟؟

څه سرچپه دنیا او ظالم اهل یې دی!

امریکایان، ایټالویان، برتانویان، پولنډیان، فراناسویان او .. مافوق القانون دي دویته د هر راز ظلم  او د کمزورو ملتونو مستعمره کول جایز خو له دوی څخه پوښتنه کول جنایت، سخت دریځي، ارتجاع او ترهګري ده.

یقینا الله جل جلاله د انسان تر درک په څو چنده زیات حلیم او حوصلې خاوند دی کنه د داسې سترو ظلمونو او بې عدالتیو په کولو خو دا ظالم قومونو یوه شېبه هم د ژوند کولو حق نه لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
جمیل

که الله تعالی ته دا دنیا یوه ذره اهمیت هم درلودای نو ودی ظالمو کفارو ته به یی یو غړپ اوبه هم نه وای ورکړی ، دوی ته یی مهلت ورکړیدی خو دا مهلت ابدی ندی ، منتقم ذات به هرومرو د ظالم څخه د مظلوم انتقام اخلی .
په رشتیا چی زمونږ رب ډیر حلیم او صبور دی .

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x