افغانستانسولې اړوند خبرونه

جرمني د  افغان سولې  پروسه کې فعال رول لوبولو ته چمتووالی ښودلی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): په داسې حال کې چې د طالب بندیانو ستونزه حل شوې ښکاري او داسې راپورونه شته چې ښيي بین الافغاني خبرې به په څو ورځو کې پيل شي؛ د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړی استازی وایي، هیواد یې تیار دی د افغانانو خپلمنځي خبرو کې فعال رول ولوبوي.

مارکس پوتزل دغه څرګندونې پر خپل ټويټر لیکلي، نوموړي ویلي «جرمني تیار دی په هغو مذاکراتو کې فعال رول ولوبوي، چې څو ورځې وروسته پیلېږي.»

https://twitter.com/PotzelMarkus/status/1292414406861651968?s=20

د پوتزل دغه څرګندونې داسې مهال دی، چې تېره ورځ د کابل حکومت له لوري رابلل شوې مشورتي لویې جرګې د طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او د یوه پرېکړه لیک په صادرولو یې حکومت امر کړ، چې له پنځه زره کسیز لست څخه پاتې طالب بندیان خلاص او په دې توګه بین الافغاني خبرو ته لاره هواره کړي.

طالبان که څه هم مشورتي لویه جرګه غیرمشروع بولي؛ خو د جرګې له لوري شوې د طالب بندیانو په تړاو شوې پرېکړه یې ښه اقدام بللی.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند «سهیل شاهین» تېره ورځ له بي بي سي سره په خبرو کې وویل، که دوی پاتې بندیان خلاص شي، تیار دي د یوې اوونۍ دننه له افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

د شاهین له قوله، د بین الافغاني مذاکراتو لومړی پړاو به د «شیر محمد عباس ستانکزي» په مشرۍ په دوحه کې ترسره کېږي، او راتلونکې کې به د دواړو لورو په خوښه بل ځای ټاکل کېږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x