نړۍ

د امریکا پلازمینه واشنګټن کې د ډزو له امله ۲۱ تنو ته مرګ ژوبله اووښتې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د امریکا متحدو ایالتونو پلازمینه واشنګټن کې د ډزو له امله لږ تر لږه ۲۱ کسانو ته مرګ ژوبله اووښتې ده.

د واشنګټن ښار پولیسو د وینا له مخې دا پېښه وړمه شپه د ښار سویل ختیځ کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې د موسیقي په یو محفل کې دننه د لفظي شخړې وروسته فزیکي نښته شوې او مخالفو لورو پر یوه او بل ډزې کړي.

د پېښې یو عیني شاهد پولیسو ته ویلي، د ډزو لامل ورته معلوم نه دی؛ خو د ډزو پروخت یې یو شمېر کسان لیدلي چې په ځمکه پراته وو او ځینې نورو بیا د موټرو او څوکیو شاته ځانونه پټول.

د واشنګټن ښار د پولیسو مشر «بیټر نیوسام» په یو خبري کانفرانس کې ویلي، په دغه پېښه کې یو اوولس کلن ځوان مړ شوی او ۲۰ تنه نور ټپیان دي.

نوموړی زیاتوي، د پېښې په تړاو یې پلټنې پیل کړي، ترڅو څرګنده شي چې دغه ډزې د چا لخوا او ولې ترسره شوي.

که څه هم په امریکا کې د کرونا وبا څپې لا د خوځښت په حالت کې دي او د خلکو په راټولېدو ځینې محدودیتونه موجود دي؛ خو بیاهم د موسیقۍ په دغه محفل کې په سلګونو خلک یوځای شوي وو، چې پېښه رامنځ ته شوه.

په امریکا کې وخت ناوخته وسله وال بریدونه او شخړې رامنځ ته کیږي، چې له امله یې هر کال زرګونه امریکایان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x