شعـــــرونه

زه د مرګ په سفر ځمه/قاضي عصمت الله روحاني

قاضي عصمت الله روحاني

زه  د مرگ په سفر ځمه، ورروان یم
خو توښه راسره نشته پریشان یم

مرگی حق دی منل شوی حقیقت دی
هر سا کښ ورته تسلیم دی واقیعت دی
زه یې تل درسیدلو، نگران یم

هدیره د پلار نیکه راته یاد ېږې
غمجن زړه مې، خپل وطن پسې کړیږې
بې وطنه، لکه مړی د زندان یم

خطاگانې گناهونه دي بې شمیره
زه لرم خپلو اعمالو ځنې، ویره
ټولو بدو نه تایب او پښیمان یم

چې د ځان سره سنجش محاسبه کړم
تیره غم او په تشویش کې ټوله شپه کړم
د گناه پیټی مې دروند، ګډ په فغان یم

نه په مرگ باندی خفه یم نه ډاریږم
زه له خپلو گناهونو نه شرمیږم
نتیجې د خپل عمل نه، په لړزان یم

زه له حده وتی پړ او گناهکار یم
په توبه د نصو حا، زه توبه ګار یم
لمسولی، گنا هونو ته شیطان یم

زما خټه خمیره کې چې نقصان دی
راسره اماره نفس او شیطان دی
ځکه زه بې لارې شوی ومه وران یم

ربه تا انسان قران کې دی ښودلی
ډیر کمزوری په گناه کې دی لویدلی
ربه زه پرښته نه هغه انسان یم

نه په زړه کې مې کوم کبر او غرور شته
نه د مال، نه د شهرت مینه منظور شته
نه فرعون، نه قارون او نه هامان یم

په یوه طرف که خوف که رجا ده
په دا بله خوا، د مینې تمنا ده
زه په دواړو طرفونو کې حیران یم

زه چی گورم کایناتو کې اسرار
لټومه، ستا په لوري سمه لار
زه په فکر کې، خلقت ته د جهان یم

زه مین یمه په حسن په ښکلا
ستا د نور هرشي کې وینم تجلا
زه بورا مین په گل د گلستان یم

زه  به څه له رسوا مینې نه انکار کړم
په دوستۍ کې څنگه ځان بې ا عتبار کړم
زه د مینې، د وفا، حسن داستان یم

ما په ځیر سره، صنم ته چې کتلي
ما په زړه د دردو غوټې لټولي
زه دا ستا په معرفت کې سرگردان یم

ربه ستا حضور کې کړم عذر زاري
د گناه ځنې بیزار یم، فراري
پښې لوڅې، سر، سرتور څیرې گریوان یم

ستا حضوره ځنې غواړمه توفیق
بې له تا نه مددګار شته نه رفیق
چې ستا فضل راسره نه وي نادان یم

خپل حضور کې که مې ته محا کمه کړې
مخامخ راته ښکاره، محا سبه کړې
پروا نشته، په دیدن به دې شادان یم

ما د خپل ښکلي دیدن نه  محروم نکړې
ما بې برخې، بد نصیبه، مغموم نکړې
زه عاصي دې د لیدلو په ارمان یم

معترف، په گناهونو ملامت یم
خدایه، زه ستا په حضور کې خجالت یم
ستا په رحم مې باور، کلک په ایمان یم

ربه تا ته مې توبه بخښنه وکړه
ته زما د ندامت مننه وکړه
روحاني ډیره حیا لرم ا فغان یم

زه د مرگ په سفر ځمه، ور روان یم

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x