نړۍ

پیښور: وسلوالو پاکستاني ځواکونه ته مرګ ژوبله واړوله

pakistan_forces_passing_the_valley(نن ټکی اسیا جون ۲۰۱۱/۱۹)مهمندایجنسي:  نن سهاروختي نامالومو وسلوالو دافغانستان وپولي ته څیرمه دپاکستاني ځواکونو امنیتي پوستي تربرید لاندی داوستي، له سیمي څخه امنیتي چارواکو خبرورکړی دی چي دبرید له کبله دري تنه عسکروژل شوی اوله ۱۳ څخه زیات ژوبل شوی دي.

له سپیدو داغ څخه مخکي رامنځ ته شوی برید تقریبا یو ساعت دوام وموند، له سیمي څخه یوه پاکستاني چارواکي ښاغلي مقصود حسین د AFP خبري شبکي سره په خبرو کي وویل چي له ۵۰ څخه زیاتو وسلوالو دسپکو اودرنو وسلو په واسطه باندي دولیداد په نامه سره دعسکرو یوه امنیتي پوسته تربرید لاندي راوسته چي نتیجه کی یی دواړو لورو ته مرګ ژوبله واوښته

نوموړي زیاته کړه  دوسلوالو له لوري څخه څلور تنه وژل شوی دي اودژوبلو کسانو شمیره یی  نده مالومه.

نن ټکی اسیا

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x