نړۍ

وسله والو په نیجر کې ۶ فرانسویان وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د لویدیځې افریقا په نیجر هېواد کې د وسله والو په برید کې د ۶ فرانسویانو په ګډون ۸ تنه وژل شوي.

دا پېښه تیره ورځ د نیجر په ختیځ «تیلابیري تیجاني» سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوه، کله چې ناپېژاندو وسله والو د فرانسوي سیلانیانو په کاروان برید وکړ، ۶ تنه فرانسویان او د هغوی ۲ محلي همکاران یې ووژل.

د «تیلابیري تیجاني» ایالت والي ابراهیم کاتییلا د فرانسې خبري آژانس ته ویلي، چې په موټر سایکلونو سپرو وسله والو ددې ایالت په «کوریه» سیمه کې د فرانسوي سیلانیانو په موټر ډزې کړي، ۶ فرانسویان او د هغوی دوه تنه نیجري همکاران (یو موټر چلوونکی او یو لارښود) یې وژلي او بریدګر تښتېدلي دي.

د نوموړي په خبره وسله وال بریدګر له لرې سیمې په موټر سایکلونو دغه ځای ته راغلي وو او د فرانسوي سیلانیانو د راتګ انتظار یې کولو، چې له راتګ سره سم یې ورباندې برید کړی دی.

ددې برید مسئولیت تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه منلی نه دی؛ خو د نیجر په ګاونډ مالي هېواد کې د انصار الدین په نوم اسلامپاله وسله وال د فرانسوي پوځیانو او د هغوی د ائتلافیانو پرضد له تیرو ۷ کلونو راهیسې په وسله واله مبارزه بوخت دي او هڅه کوي هلته د فرانسې ګوډاګی رژیم نسکور او پرځای یې خپلواک اسلامي نظام قایم کړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x