افغانستان

ښايي راتلونکې اونۍ بین الافغاني مذاکرات پیل شي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): تمه ده چې د ۴۰۰ طالب بندیانو له خوشې کولو وروسته راتلونکې یکشنبه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې بین الافغاني مذاکرات پیل شي.

د افغانستان ملي تلویزیون د حکومتي سرچینو په حواله نن د دوشنبې په ورځ(۲۰ زمري) خبر ورکړی، چې ددې مذاکراتو لومړي پړاو لپاره د روانې زمري میاشتې ۲۶مه نیټه په نظر کې نیول شوې ده.

په ورته مهال په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین هم بي بي سره مرکه کې ویلي، که چیرې پاتې ۴۰۰ طالب بندیان خوشې شي، په یوه اونۍ کې به بین الافغاني مذاکراتو پیل کړي.

د روان کال فبروري میاشتې په ۲۹مه نیټه د قطر هېواد پلازمینه دوحه کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ د سولې توافقنامې له مخې ټاکل شوې چې د بین الافغاني مذاکراتو نه مخکې ۵۰۰۰ طالب بندیان او ۱۰۰۰ حکومتي عسکر آزاد شي.

که څه هم طالبانو له لوی اختر وړاندې د ۱۰۰۰ حکومتي عسکرو د خلاصون پروسه تکمیل کړه؛ خو د کابل حکومت تراوسه توانېدلی چې شاوخوا ۴۵۰۰ طالبان آزاد کړي او د پاتې ۴۰۰ بندیانو خوشې کولو کې په وړاندې یې مرحله وار خنډونه ایجاد کړل، چې بلاخره د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د فشار پایله کې یې د ۴۰۰ طالب بندیانو خلاصون ته ژمنتیا وښودله.

په ورته مهال پژواک خبري آژانس د یو شمېر سرچینو په حواله خبر ورکړی، چې بین الافغاني مذاکراتو کې د ګډون لپاره ښايي د روانې اونۍ چهارشنبې یا پنجشنبې په ورځو کې د ځینې ژورنالیستانو په ګډون به یو افغان پلاوی د قطر هېواد پلازمینې دوحې ته روان شي.

دا په داسې حال کې چې د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار په خپلو وروستیو کې څرګندونو کې ویلي، چې د طالب بندیانو د خلاصون او بین الافغاني مذاکراتو د پیل نیټه او ورځ په قطر کې د طالبانو او امریکا متحدو ایالتونو ترمنځ فیصله شوي؛ خو ددغې نیټې په هکله یې نور تفصیل ورکړی نه دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx