شعـــــرونه

ازادي راځي وطن ته/ منيب احساس

منیب احساس

راځي وطن ته  آزادي دا مو ایمان دی
رب را کړې خوشخبري دا مو ایمان دی

یو ځل بیا به مو هیواد ته سکون راشې
شې خپره به خوشبویي دا مو ایمان دی

هیوادوال به د یو بل غاړه غاړی شې
په مینه مینه ورورولي دا مو ایمان دی

تعصب او د نفرت رېښې به غوڅې وې نور
شې محبت به  دایمي دا مو ایمان دی

د وطن د هر وګړې ارمانونه به پوره شې
وې  به جوړه آرامي دا مو ایمان دی

د موسکا وو د سپرلیو وخت به راشې
ښامار لاړ به وې غربي دا مو ایمان دی

په نڅاؤ به غاټول سنبل ریحان او ګلابونه
خزان مات، وې به سپرلي دا مو ایمان دی

د زړه ارمان به د منیب احساس  پوره وي
لمانځو به خوښي دا مو ایمان دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x