افغانستان

تخار: اربکي یو ځوان وروسته له هغه وژلی چې د سګریټ نه څکولو یې ورته ویلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د تخار ولایت په بهارک ولسوالۍ کې  اربکي یو ځوان وروسته له هغه په ډزو ویشتلی، چې له ده یې غوښتي  په موټر کې سګریټ ونه څکوي.

د ذکرالله په نوم د وژل شوي ځوان مور له «اوا» خبري اژانس سره په خبرو کې ویلي «زوی مې یوه پولیس وروسته له هغه وویشت چې هغه ته یې وویل، مور مې تکلیفیږي سګریټ مه څکوئ.»

د راپور په حواله، ذکرالله غوښتل خپله مور په یوه ریکشا کې مرکز «تالقان» ښار ته ورسوي چې د بهارک-تالقان په لویه لاره ووژل شو.

په ورته وخت کې د تخار د پولیسو ویاند «خلیل اسیر» بیا پورته څرګندونې ردوي او ادعاء لري، چې تېره ورځ لس بجې شاوخوا یو ځوان چې شخصي دښمني یې درلوده؛ غوښتل له پولیسو څخه وسله واخلي، چې په همدې کشمکش کې د دوه اړخیزو فیرونو له امله ووژل شو.

د اسیر په خبره، له پېښې وروسته یاد پولیس او د هغه دوه همکاران نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x