د سیسي او د ملک عبدالله نوې سیاسي خېښي!

زما هم واورئ! -احمد بلال خلیل: منځنی ختیځ د لومړۍ نړیوالې جګړې راپدېخوا او بیا د سړې جګړې (۱۹۴۵-۱۹۹۱) پرمهال او له هغه وروسته خو تر دې مهاله د اخ و ډبونو منځیز دی.

دې سیمې د بالفور له اعلان نه رانیولې تر جانانه عربي پسرلي… او اوس په عراق کې د «داعش» د یو نوي ځواک په توګه په برسېره کېدلو پورې تحولات ولیدل او ویني یې.

د منځني ختیځ په لوبغالۍ کې د ترکیې، سعودي، او ایران ترڅنګ مصر هم خورا مهم لوبغاړی دی.

کله چې په مصر کې د استاد مزمل په اصطلاح «آزادو ضابطانو» په ۱۹۵۲کال کودتا وکړه، او بیا په ۱۹۵۴کال کې جمال ناصر خپل پړسول شوی ملګری، نجیب، له واکه ګوښه کړ او پای پخپله د واکمنۍ په ګدۍ کيښناست نو له هم هغه مهاله د سعودي او د مصر ترمنځ خلیج په لوېیدو شو.

جمال ناصر پخپله فلسفه غوښتل، چې د عربي ناسونالېزم پرمټ د عربانو یوه اتحادیه/امپراتورۍ رامنځته کړي او دی پکې یو نااعلان شوی امپراتور وي. دا فلسفه، د عربي نړۍ مشري کول، پر عربي چلتاري شېخانو، چې پر «پېترو ډالرو» روږدي شوي وو، بده ولګېدله او د ایران د اسلامي انقلاب څخه مخکې یې اړ کړل، چې په سیمه کې د جمال ناصر له مصر سره په یوه سړه جګړه کې ښکېل شي.

وروسته دې سړې جګړې هله اوج واخست، کله چې جمال ناصر د هېواد په دننه د یو داسې ګوند پرخلاف چاڼیزه عملیات پېل کړل، چې ده به په ځوانۍ کې د دې ګوند د بنسټ ايښودونکي (حسن البنا) پر قبر اوښکې تویولې. او  ترڅنګ یې د سیاست ترازو د شوروي مشاورینو او مرستو په زور شوروي پلوی کړ.

په لبنان، شام او فلسطین کې هم د اسلامي تحریکونو لمر تندر نیولی وو.

له همدې امله سعودي په مجموع کې د سیمې اسلامي تحریکونو او په تېره بیا د مصر اسلامي خوځښت ته دویم کور وګرځېد، او پای په اسلامي نړۍ کې دا تحریکونه د سعودي د نرم ځواک آلې وګرځېدلې.

هېره دې نه وي د منځني ختیځ د اسلامي حرکتونو مور اخوان المسلمون اوسمهال د سعودي د یو داسې چلند سره مخ ده، چې له امله یې نه یوازې دا چې له دوی څخه د واک چابک واخستل شو  بلکې دوی پکې اوس د «ژوند-مرګ» په میچنۍ کې ډغرې وهي.

دا چارې په ښه توګه ښايي، چې د آډیالوژۍ ځای ګټو نیولی دی.

سعودي هغه مهال هم د اسلامي تحریک مرسته له دې امله نه وه کړې، چې اسلامي ډلې پکې د جمال ناصر له قهر سره مخ دي، بلکې دوی پکې یوازې دا هیله درلودله، چې دوی سره د ناصر دښمنان دي!!

که ريښتیا هم د مسلمانۍ خبره ډېره مطرح وي، نو دوی به د یو داسې سیسي سره ولې مرسته کوله، چې لوړه یې کړې اخوان به له زمکې پورته کوي. هغه اخوان چې دوی به له جمال ناصر څخه ژغوره.

د ۱۹۶۷کال جګړې چې کله د مصر د جمال ناصر هېبت، چې د سویس کانال په جګړه کې یې ګټلی و، له سیمه ییزو مشرانو څخه لرې کړ، او مصر پکې یوه داسې ماتې وخوړله چې یوازې د څو دقیقو په دوران کې یې ولاړې الوتکې د اسرائیلي الوتکو لخوا تباه کړای شوې. دې حالاتو د ناصر پر زړه بدې خاطرې وغورځولې او له همدې امله بیا سکتې قلب شو… او داسې د عربي نړۍ بې تاجه امپراتور، چې غوښتل یې اسرائیل له زمکې پورته کړي، پای پکې خپله له زمکې پورته شو.

په مصر کې د انور سادات له راتللو سره  د مصر فضا نوره د اسلامي تحریک او د سعودیانو لپاره سازګاره شوه. انور سادات د اخوان مشران لکه عمر تلمساني، زینب غزالي او مصطفی امین له زندان نه راخلاص کړل، او له هېواده یې د شورویانو شل زره مشاورین وشړل. دغه دریځونو د مصر او سعودي ترمنځ خلیج پای ته ورساوه.

انور سادات پکې له تېرې تجربې زده کړل، او د سعوديانو او د ملک فېصل پر لور یې د ناصر (دست کشه) له لاسه وباسله او د دوستۍ لاس یې ور وغځوو ترڅو د اسرائیلو پرخلاف د عربانو د «پطرولو وسلې» څخه کار واخلي.

د ۱۹۷۳کال د اکتوبر جګړې دواړه- مصر او سعودي- یو بل ته ډېر نېژدي کړل. انور سادات د یوې ښې ډيپلوماسۍ پرمټ نه یوازې دا چې د عربي نړۍ د «پطرولو وسلې» څخه کار واخست او اسرائیل یې په جګړه کې اېل کړ، بلکې له عربي نړۍ څخه یې مرستې هم د خپل هېواد پر لور راماتې کړې او ترڅنګ یې له اسرائیل څخه د «سینا» بایلودې وچه هم راخپله کړه.

خو حالاتو هغه مهال سُر واخست، چې کله انور سادات بیت المقدس ته د تللو پرېکړه وکړه، او په غبرګون کې یې د سعودي ملک خالد وویلې، زه به د مکې په دننه سوال وکړم، چې خدای دې دا سفر ترسره نکړي. له دې هم پورته، د سعودیانو او د مصریانو ترمنځ پخوانی رقابت او سړه جګړه هغه مهال لا مالګینه شوه، چې انور سادات د (جیمي کارټر) او د (بريژنېسکي) تر فشارونو لاندې د «کامب دیوید» تړون لاسلیک کړ، او پای یې د (استاد مزمل) په اند مصر له اسلامي نړۍ وشلاوه.

د انور سادات دې وروستیو دوو دریځونو، بیت المقدس ته تلل او د «کامب دیوید» لاسلیکول، مصر نه یوازې دا چې له عربي نړۍ او په تېره بیا له سعودي څخه ډېر لرې کړ، بلکې د هېواد په دننه یې هم له یوه داسې غوبل سره مخ کړ، چې د انور سادات د بهرنیو چارو وزیر (ابراهیم کامل) پکې د استعفی ترڅنګ د (کارتر) او د هغه په پلار لعنت ور شتۍ کړ، (عمر تلمساني) او ګوند یې د «کامب دیوید» تړون پرخلاف راوپارېدل… او پای د «کامب دیوید» زیږونکي سیاسي غوبل د مصر انور سادات له مصریانو واخست.

د سعودیانو لپاره حالات هغه مهال طوپاني شول، چې کله په دې سیمه کې، د ایران د اسلامي انقلاب (۱۹۷۹) په برپا کېدلو د دوی او د ایران ترمنځ د نړیوالې آډيالوژیکې سړې جګړې پرمهال مذهبي سړې جګړې سر راپورته کړ. او ترڅنګ یې د ایران په ګاونډي افغانستان شورویانو یرغال راووړ… یرغال چې د سعودي او د پاکستاني ستراتيژپوهانو په اند یې موخه «ګرمو اوبو» او د «خلیج تېلو» ته ځان رسول و.

د تهران او ریاض ترمنځ به لا دا سړه جګړه راټوکېدلې نه وه، چې سیمه یې د «برهو» ګرم باد ته وسپارله. لومړی یې عراق له ایران سره په خونړۍ جګړه کې ښکېل کړ، وروسته پکې بیا د ائتلافونو بازار تود شو. سعودي پکې د حسني مبارک مصر راونیوه، ایران پکې د خپل حزب الله لبنان او د حافظ الاسد سوریې ته سترګې پر لار شو.

سعودیانو د ایران-عراق په جګړه کې د صدام له حکومته په بشپړه توګه ملاتړ وکړ، او په افغانستان کې يې هم له مجاهدینو څخه داسې ملاتړ وکړ، چې هملته یې د افغانانو په وینو له خپلو تېلو دفاع وکړه.

د عربانو په پسرلي کې پرګنۍ د حسني مبارک پرخلاف راوپاریدلې، او پای یې دی د مصريانو د واک له ګدۍ څخه پاڅاوه. د ټاکنو له لارې د اخوان مُرسي د پرګنو رایې راخپلې کړې، او د هېواد چارې یې په خپلو لاسونو کې واخستلې.  د ده په راتللو، ایران د دښمنۍ وروستی اسویلی وباسه او ده ته یې مبارکي وویله، ده هم، د ریاض او تهران ترمنځ په اړیکو کې توازن وساته.  د دې ترڅنګ ده په خپله طریقه غوښتل، چې مصر د امریکا د مرستو له مرګوني ګرداب څخه وباسي  او  پای يې دواړه لاسونه د چینايي پانګې اچونې په لور وغځول.

د سعودیانو لپاره چې د مُرسي کوم دوه دریځونه ډېر د انديښنې وړ وو، هغه د قاهرې او تهران ترمنځ نېژدې کیدونکي اړیکې او د ترکیې له اردوګان سره د مُرسي او د اخوان ستراتيژيکه ملګرتیا وه.

ځکه سعودیان له دواړو (تهران او انقرې) سره په سړه جګړه کې ښکېل دي.

له یوه (تهران) سره یې مذهبي سړه جګړه لري او له بل (انقرې) سره یې په سُني نړۍ کې د «مشرتابې» پر سر سیالي.

په مصر کې د مُرسي د حکومت د چپه کولو تر شا د سعودیانو د پورتنیو دوو انديښنو په شالید کې دا انديښنه هم موجوده وه، چې هسې نه، د خلکو په خوښه راغلی نظام بریالی شي، او پای د دوی د سر د پاڅه تاج او د پښو لاندې تخت ته خطر شي.

په مصر کې ملک عبدالله او  ملګرو (کویت او امارات) یې پر خپلو پخوانیو ملګرو او په اسلامي نړۍ کې د سعودي پر نرم ځواک (اسلامي تحریکونه) سهار لکه ماښام ور تور کړ او پای مُرسي پکې لا د عربي پسرلي ګل بوی کړی نه و، چې ملک عبدالله او ملګرو یې سیسي ورته پېریانی کړ… په یاده دې وي، چې سیسي په سعودي کې د مصر په سفارت کې دفاعي اتاشه و. ویل کېږي، له همدې ځایه ده د سعودي شهزادګانو ته لاره موندلې وه.

د شنندوی په نړۍ کې داسې هم تر غوږونو کېږي، چې سیسي دا کودتا د ملک عبدالله په هڅونه ترسره کړه، که څه هم معلومه نده، چې د کودتا لومړۍ هیله د سیسي له زړه سرايت وکړ او که له ریاض نه؛ خو د الجزیرې ذ انکشافي راپور له مخې لکه لمر روښانه ده، چې ملک عبدالله له سیسي سره د کودتا په دې پروسه کې نه یوازې دا چې شریک و، بلکې تر پنځو ملیاردو ډالرو مرسته یې هم ورسره وکړه!!

د سیسي د کودتا به لا دقیقې نه وې تېرې، چې د سعودي ملک عبدالله د مصر کودتايي حکومت په رسمیت وپېژاند.  د ملک عبدالله دې اکټ (عمل) د نړیوال سیاست د هغه حرامي زوی ریاست (اسرائیل) یاد تازه کړ، چې د امریکا ټرومین پکې یوازې د یوولسو دقیقو وروسته اسرائیل په رسمیت پېژندلی و.

…او اوس مصر ته د عبدالله سفر، چې نه یوازې دا چې د حسني مبارک له پرځيدلو وروسته د ده لومړی سفر دی، بلکې د سیسي له کودتا وروسته مصر ته د یو بهرني مشر لومړی سفر هم دی.
د دې ترڅنګ سیسي د خپلې لوړې (حلف) په تقریب کې، چې له چا په نامه مننه وکړه، ملک عبدالله و.

ملک عبدالله له سیسي سره د کودتا د پلان پرمهال ژمنه کړې وه، چې د مصر د اقتصادي پرمختګ لپاره به د بسپنه ورکوونکو یو کانفرانس رابلي، چې مصر ته به پکې تر ۲۰ملیاردو ډالرو د مرستې ژمنه وشي.

دا د دواړو حکومتونو ترمنځ د سیاسي خېښۍ اړیکې په ښه توګه تفسیروي، چې پر کوم لور دي، او په یو داسې سیمه ییزه رقابت کې، چې د مقابلې ډګرونه يې د سوریې او عراق په بڼه راوتلي دي، وښايي چې د دوی د (ماه عسل) مسیر به پر کومه وي؟

ليكوال: احمد بلال خليل – كالم: زما هم واورئ! – نن ټکی آسیا

د لیکوال په اړه

احمد بلال خلیل د پېښور له اسلامیه کالج څخه په اقتصاد، نړیوالو اړیکو او انګلیسي ادب کې لېسانس لري. د ادب، تاریخ او اوسمهالي سیاست له مطالعې سره ځانګړې لېوالتیا لري. لیکنې یې اکثراً پر جیو-اکانومیکو او تاریخي مسایلو راڅرخي. نن‌ټکی‌اسیا سره د «زما هم واورئ» تر سرلیک لاندې کالم لیکي. فیسبوک: https://www.facebook.com/abilalkhalili