ټکنالوژي

د امریکایي بندیزونو په لړ کې هوواوې شرکت له نویو ستونزو سره مخ دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمری، ۱۳۹۹ل): د ځیرک موبایلونو چینایي شرکت هوواوې په دې وروستیو کې د اپریل او جون میاشتو په دوران کې سامسنګ شرکت شاته پریښود او د نړۍ تر ټولو غوره د ځیرک موبایلونو شرکت نوم یې خپل کړ.

مګر د امریکا حکومت لخوا د بندیزونو په لړ کې دغه شرکت د پراسیسر چپس په چمتو کولو کې له ستونزو سره مخ دی.

د امریکا خبري اژانس د راپور له مخې د هوواوې شرکت د یوه چارواکي له خولې په ګوته کړې چې د امریکا فشارونو ددې شرکت په سوداګرۍ ژور اغیز کړی دی.

امریکا تېر کال هوواوې شرکت په سوداګریز تور لیست کې شامل کړ او ددې جواز یې لغوه کړ، خو د امریکایي توکو او ټکنالوژي ترلاسه کولو لپاه یې دوی ته د جواز ترلاسه کول لازمي وګرځول چې په دې لړ کې اوس دغه شرکت نه شي کولی په پراسیسر کې کاروونکی امریکایي چپسونه وکاروي.

دغه بندیزونه سږګال نور هم سخت شول چې امریکا په نړیواله کچه یو شمېر شرکتونه هوواوې سره د سوداګریزو اړیکو څخه منع کړل او ددې شرکت لپاره یې د توکو تولید بند کړ.

د هوواوې اجرائیه مشر ریچارډ یو په دې لړ کې ویلي، د شرکت انجینران ممکن د سپتمبر له ۱۵مې د «پراسیسر چپس کیرین» چمتو والی ودروي، ددې لامل د امریکایي ټکنالوژي اړتیا ده چې له کبله به یې ونشي کولای هوواوې خپل چپسونه چمتو کړي.

هغه په یوه خبري کنفرانس کې وویل، «دا زموږ لپاره لوی زیان دی، بدبختانه د امریکا د بندیزونو په دویم پړاو کې به تولید کونکي یوازې د مئۍ تر ۱۵مې غوښتنې وکړي، خو له ۱۵م سپتمبر څخه به تولید ودریږي او دا به د هوواوې کیرین چپس وروستی بار وي».

د نوموړي په وینا د هوواوې ځيرک موبایلونو تولیدونکو سره به نه چپسونه وي او نه هم تحویلي کیږي.

سږکال به د ځینو ستونزو له کبله د هوواوې شرکت د موبایلونو خرڅلاو د تېر کال په پرتله کم وي، هوواوې په ۲۰۱۹م کال کې شاوخوا ۲۴۰ ملیونه ځيرک موبایلونه پلورلي وو.

تېره میاشت هوواوې خپل د جنوري نه تر جون میاشتې بشپړ راپور خپور کړ، چې په وینا یې ددوی عایدات ۱۳ سلنه وده کړې او ۴۵۴ ملیارده چینایي یونو ته رسېدلې ده.

بل لوري ته هوواوې کاروونکو ته د خپلې بقا ډاډ ورکوي چې په هر حال به خپل مسئوولیتونه پوره کوي، د سترو ننګونو سربېره به د نړیوال ډيجیټل اقتصاد او ټکنالوژيکي پرمختګ لپاره به کار ته دوام ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x