افغانستان

د اسټرالیا لومړی وزیر-ټرمپ ته: هغه افغان بندي دې نه خلاصېږي چې درې اسټرالیايي عسکر یې وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د اسټرالیا لومړی وزیر «سکاټ موریسن» د امریکا د متحده ایالاتو له ولسمشر «ډونالډ ټرمپ» څخه د «حکمت الله» په نوم د هغه افغان بندي د خلاصون په مخنیوي کې مرسته غوښتې، چې د درې اسټرالیايي عسکرو په وژلو تورن دی.

د «ګارډين» ورځپاڼې د راپور په حواله، د اسټرالیا لومړي وزیر یوې ناستې ته ویلي چې د اسټرالیا حکومت به تر خپله وسه د «حکمت الله»  په بندي ساتلو او د نوموړي د خوشي کېدو په مخنیوي کې هڅې وکړي.

حکمت الله چې د کابل حکومت په امنیتي لیکو کې یې دنده سرته رسوله، تورن دی چې د ۲۰۱۲ میلادي کال د اګست په میاشت کې يې د روزګان ولایت د مرکز «ترینکوټ» اړوند یوې نظامي قرارګاه کې درې اسټرالیایي عسکر وژلي او دوه نور یې ټپيان کړي.

                              هغه درې اسټرالیایي عسکر چې حکمت الله یې په وژلو تورن دی

حکمت الله چې د برید له ځایه روغ وتلی وو، پاکستان ته یې مخه کړې وه؛ خو  په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د یاد هیواد د استخباراتي ادارې «ای اس ای»  له لوري تر نیول کېدو وروسته کابل حکومت ته وسپارل شو.

په افغانستان کې د اسټراليايي ځواکونو مشر« بريد جنرال ډيوېډ هرلي» هماغه مهال ويلي وو، چې دوى له پاکستان سره له ډېرې مودې راهيسې په اړيکو کې وو او بالاخره په دې وتوانېدل چې ياد سرتېرى د محاکمې لپاره افغانستان ته ولېږدوي.

د حکمت الله  په اړه ویل کېږي، چې له تېرو اووه کلونو راپدېخوا باګرام کې بندي دی او اوس يې داسې مهال قضیه یو ځل بیا راپورته شوې، چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د شوي توافق له مخې د پنځه زره طالب بندیانو د خلاصون لړۍ روانه ده او تمه ده په نږدې ورځو کې بشپړه شي.

د اسټرالیا د بهرنیو چارو وزارت کابو یوه اوونۍ وړاندې د هغو دریو اسټرالیايي پوځيانو له کورنیو سره چې حکممت الله یې په وژلو تورن دی؛ اړیکه نیولې وه او هغوی ته یې په ډاګه کړې وه، چې  نوموړی ښایي د طالب بندیانو په هغه پنځه زره کسیز لست کې شامل وي، چې امریکا یې له طالبانو سره په خلاصولو توافق کړی.

د اسټرالیا لومړي وزیر دا مسئله حساسه بللې، او په خبره یې نوموړي په مستقیم ډول له ټرمپ سره شریکه کړې او د هیواد دفاع او بهرنیو چارو وزیران یې هم په اړه له خپلو امریکایي سیالانو سره غږېدلي.

د طالبانو پنځه زره تنه بندیان چې د دوحې د توافق له مخې يې کابل حکومت په خلاصولو مکلف دی، له منځه یې نږدې ۴۶۰۰ تنه خلاص شوي او د پاتې څلور سوه بندیانو په اړه له اوږدې مودې راپدېخوا جنجال روان وو، چې په دې وروستیو کې يې حکومت مشر «اشرف غني» په اړه مشورتي لویه جرګه راوبلله.

یادې جرګې تېره ورځ د پاتې طالب بندیانو په خلاصون هوکړه وکړه او په اساس يې اشرف غني ژمنه وکړه، چې د هغوی د خلاصون فرمان به لاسلیک کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
5 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد خان

دا عساکر خو په آسترالیا کی وژل شیوی نه دی، چی د دوی صدر اعظم دوه نخری کوی. محارب عسکر دی، بل هیواد جګړۍ لپاره راغلی، نو یا ژوند دي یا مرگ. ډیر مستند راپورونه شته چی همدا آسترالیایی عساکر د یو کړنګر زوی بلکل بی له دلیله وزني. نو د آسترالیا دغه صدر اعظم ته په کار ده، چی افغان کړکیچ‌ نور لانجمل کولو په ځای د هغه مظلوم شهیدانو او افغان ولس نه بښنه وغواړی او‌ د مظلومو قربانیانو تاوان وکړی. دی ته وایی حرامی او رذیل.

جمیل

داسی احمق هم لمړی وزیر کیدای سی .
امریکا به ورته ووایه چی احمقه زمونږ په رزونو عسکر یی را ووژل .

میرافغان

د دوی وحشي او بشر ضد ځواکونو ډير عام افغانان شهېدان کړل۔ په سپو يې وداړل۔ د خپلو جنایاتو د پلټلو لپاره نړۍ والي د جنګي جرمونو د څېړولو ادارې ته اجازه نه ورکوي۔ ایا د دوی عسکر و حلوا وېشلو ته راغلي وه؟ محارب عسکر چې په هر ځای کي لاس پر برشي باید قتل کړل شي۔ دا نو بیا د حکمت الله اشتباه ده چي پاکستان ته ولاړی کوم بل ځای ته به تللی وای۔

Adam Khan

Ghazi Hekmatullah will be soon with his family. INSHALLA

شفیق الله

آسترالیایی عسکرو او ناټو چی په افغانستان کی ظلمونه،وحشتونه او بی ګناه خلک یی شهیدان کړی دی نو ددی پوښتنه چا وکړه چی اوس ددی دری استرالیایی عسکرو پوښتنه کوی دوی خو جنګ ته راغلی وه نو غازی حکمت الله خو هلته نه ورغلی همدای انجام.

Back to top button
5
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x