افغانستان

چمن کې چاودنې «۲۵» تنو ته مرګ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د ډیورنډ فرضي کرښې ها غاړې ته چمن ښار کې چاودنې تر شلو ډېرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې.

د رسنیو د راپورونو په اساس، چاودنه د چمن ښار په «مال روډ» نومي سیمه باندې شوې چې د شدت له امله یې په سیمه کې د کورونو او د کانونو شیشې ماتې شوې او موټرونو او موټرسیکلونو ته هم زیان اوښتی.

د «ذکاوالله دراني» په نوم یوه ځایي چارواکي «ډان نیوز» ته ویلي، چې په چاودنه کې پنځه تنه وژل شوي او شل نور ټپيان دي.

د پولیسو یو تن قوماندان وایي، په چاودنه کې د نشه یي توکو په وړاندې د مبارزې د مامورینو موټر په نښه شوی.

ځايي چارواکي وایي، سیمه پولیسو محاصره کړې او ژغورونکو ډلو ټپيان تر روغتونونو رسولي.

د پاکستان د لومړي وزیر «عمران خان» له دفتره په خپره شوې اعلامیه کې برید غندل شوی او د پېښې له قربانیانو سره غمرازي ښکاره شوې.

چمن کې د چاودنې له امله ګڼو ولسي وګړو ته داسې مهال مرګ ژوبله اوړي، چې په دې ښار کې له تېرو څو میاشتو راپدېخوا د چمن-سپین بولدک د دروازې د نه خلاصولو د ځايي خلګو او حکومت تر منځ اختلافات روان دي.

څو ورځې وړاندې هم د چمن-سپین بولدک د لارې د نه خلاصون له امله ځايي خلګ او امنیتي ځواکونه په شخړه اوښتې و او له امله یې ولسي وګړو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې وه.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طوطی

خلاصه پکی پښتانه وژل شوی که نران یاستی راشی جوزجان یا شبرغان کی انتحار وکړی چی د لیلی د دشتی یادونه مو تازه شی.

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x