واحد فقیري - مطبوعاتو ته کتنه

واشنګټن پوسټ په میدان وردک کي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): واشنګټن پوسټ د اګسټ پر ۱۰ مه لیکي په میدان وردک کي د حکومت حاکمیت د ولایت له مقامه فقط دوه میله ها خوا ته ختمېږي، او سمدستي د طالبانو واکمني پیلېږي. څو کاله کېږي چي د قدرت همدا بلانس حاکم دی. خو د قطر د موافقې راوروسته د طالبانو تسلط نه یوازي په میدان وردک کي بلکي د افغانستان په ګوټ ګوټ کي کرار کرار غځېږي. 

واشنګټن پوسټ لیکي په میدان وردک کي خورا کم خلګ حکومت ته مراجعه کوي، خو پر طالبانو باندي رش زیات سویدی. د وردک یو محلي چارواکی وايي«خلګ د سولي د خبرو د ځنډ په ارتباط حکومت ګرموي. خلګ د سولي وږي دي، او په هر قیمت يې غواړي. په عین حال کي،‌ طالبان ورځ په ورځ غښتلي کېږي.»

واشنګټن پوسټ لیکي د طالبانو او امریکا تر مینځ څو میاشتي مخکي یوه موافقه لاسلیک سوه، او باید سمدستي بین الافغاني خبري شروع سوي وای. خو د انتخاباتو بحران، د تشدد زیاتوالي، او د بندیانو د آزادولو جنجال د سولي پروسه ځنډوله. 

اخبار لیکي د اختر د اوربند په ورځو کي د واشنګټن پوسټ څو خبریالانو د میدان وردک ولایت ته سفر وکړ. پدې ورځو کي طالبانو د سړک پر امتداد باندي خپل ځنځیرونه ایسته کړي ول. خو د اختر تر اوربند مخکي دلته جنګونه زیات ول. د حکومت له کنټروله په بهرو ولسوالیو کي، حکومت زیات هاوانونه او راکټونه فېر کړي ول.

واشنګټن پوسټ لیکي د میدان وردک محلي چارواکي خبرداری ورکوي او وايي چي دوامداره تشدد د طالبانو سره مرسته کوي. پداسي حال کي چي حکومت د طالبانو سره د خبرو لپاره چمتو کېږي، د میدان وردک چارواکي وايي چي طالبان تر پخوا په قوي موقف کي قرار لري. 

واشنګټن پوسټ لیکي د نورو ولایاتونو چارواکي هم پدې عقیده دي چي د تشدد جګوالي د کابل حکومت لا کمزوره کړیدی. د غزني د ولایتي شورا مشر ښاغلی نوروز وايي«خلګو پر حکومت باندي باور لاسه ورکړیدی. خو پر طالبانو باندي يې اعتماد زیات سویدی.» ښاغلی نوروز وايي اکثره غزنوال طالبان بېخي عادل حاکمان نه ګڼي، خو د متحده ایالاتو سره موافقې په عامو افغانانو کي د هغوی مشروعیت ور زیات کړیدی. 

ښاغلی نوروز زیاتوي د قطر تر موافقې مخکي خلګو باور لاره چي یو نوع ګډ حکومت به ایجاد سي، «خو اوس افغانان فکر کوي چي د طالبانو بشپړ تسلط او حاکمیت اجتناب ناپذیر دی.» 

واشنګټن پوسټ لیکي ۱۹ کلن جمشید افغان په میدان وردک کي په یوې پوستې کي پولیس دی. هغه وايي«هره شپه جنګونه وي. موږ هره ورځ اورو چي طالبانو دا یا ها پوسته ونیوله. هغه زیاتوي طالبان اوس د امریکایانو سره جنګ نه کوي، بلکي خپله ټوله توجه يې د افغان امنیتي ځواکونو خوا ته وراړولې ده. 

جمشید افغان وايي«واقعا دا زموږ روحیات راکمزوره وي. طالبان قوي کېږي. او د امریکایانو په نه موجودیت کي هغوی خپله ټوله توجه زموږ پر لوري رااړولې ده.» 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx