افغانستانسولې اړوند خبرونه

چین د طالب بندیانو خلاصون د باور فضاء جوړولو په برخه کې اړین ګام بولي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، ۲۰ زمري، ۱۳۹۹ل): د چین د بهرنیو چارو وزارت وایي، د کابل حکومت له لوري د طالب بندیانو خلاصون د بین الافغاني مذاکراتو د پیل او د باور فضاء جوړونې په برخه کې اړین ګام دی.

په کابل کې د چین سفیر د خپل هیواد د بهرنیو چارو د وزارت ویاند له قوله لیکلي «د طالب بندیانو خلاصون د طالبانو اوحکومت لپاره د باور فضاء جوړولو  او د بین الافغاني مذاکراتو د پيل په برخه کې یوه اړینه پرېکړه ده، چې افغانان يې په اړه سره سلا شوي.»

نوموړي وړاندې زیاته کړې، چې چین له دې ګام هرکلی کوي او باور لري چې دا ګام به د افغانانو په رهبرۍ د سولې له پروسې سره مرسته کوي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند افغانستان کې په ټولو جهتونو د ژمنو د پوره کولو غږ کړی، او د خپل هیواد له لوري یې ژمنه کړې چې  د یوه سیاسي جوړجاړي په برخه کې د افغانستان تر څنګ درېږي.

چین داسې مهال د طالب بندیانو له خلاصون هرکلی کوي، چې تېره ورځ د اشرف غني له لوري رابلل شوې لویې مشورتي جرګې له پنځه زره کسیز لست څخه د پاتې څلور سوه جنجالي طالب بندیانو د خلاصون پرېکړه وکړه او د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې د هغوی خلاصون اړین وباله.

په ورته وخت کې یو شمېر دولتي سرچینې وایي، د شپږو ورځو دننه به په دوحه کې د افغانانو خپلمنځي خبرې پیل شي.

طالبانو تر دې وړاندې هم په بیا، بیا ویلي، چې د بندیانو تر خلاصون وروسته تیار دي د یوې اوونۍ دننه له ټولو افغان جهتونو سره مذاکراتو ته کېني.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x