ټولنیزه برخه

امام احمد بن حنبل رحمه الله ته غله څه وویل؟

مولوي محمدرضاء رحماني

د خلیفه مأمون خلافت وو ، د ( خلق قرآن ) په نوم فتنې سر را پورته کړ ، ددې فتنې پر وړاندې امام احمدبن حنبل کلک مخالفت وښود ، تر ډېرو مناظرو ، بحثونو دلائلو ، د خلیفه له طرفه په شکنجو تکلیفونو وګواښل شو ، بالآخره زندان ته واچول شو.

زندان کې د نورو زندانیانو ترڅنګ یو یې مشهور غل هم ؤ ، دې غله به پر امام احمد رحمه الله بې حده ډېر شفقت او هم یې ډېر احترام کاوه ، کله کله به یې له بهر څخه په پټه ښه خوراکونه هم ورته را غوښتل.

یوه ورځ غله له ځان سره فکر کاوه چې دا ابن حنبل خو له زخمونو شکنجو او تکالیفو ډېر دردیږي راځه نن یوه پوښتنه پرې وکړه! هغه ؤ چې غل ولاړ د امام احمد رحمه الله تر څنګ کېناست ، غله وویل مشره!  دوی تاته ډېر تکلیف درکوي کنه همداسې ده؟  هغه ول هو همداسې ده!

غله وویل:  ته دې خبر وې مشره!
زه ددې ښار یو مشهور غل یم ، ماته هم ډېر تکلیفونه شکنجې او تعذیبونه راکوي ، خو سره له دې بیا هم زه په هغه څه چې غلا كړي مې دي اعتراف (اقرار)  نه کوم ، زه هم انسان یم دردېږم خو په ځان سخته تېروم برداشت کوم اعتراف نه کوم ، سره له دې چې زه په باطله او ناحقه لار روان یم.

خبردار ته چې پر حق ولاړ یې نو څنګه دې اعتراف وکړې؟  ګوره مشره چې کمزوري درڅخه ښکاره نه شي ! په کار ده چې د حقپالو اراده او عزم تر باطلو ډېر لوړ وي.

سره له دې چې د امام احمدبن حنبل رحمه الله عزم لوړ او اراده پخه وه ، خو غله هم د ښه نیت له مخې پر اخلاصه تسلیت ورکړ.
هغه و چې امام احمد رحمه الله په زندان کې کلونه تېر کړل ، او ددې فتنې او تکلیفونو پر وړاندې د غره په څېر محکم ولاړ و ، تر دې چې ټول خلافت دده پر وړاندې شکست وخوړ ، فتنه ختمه شوه ، د وینو توېدل ودرېدل ، او امام احمد رحمه الله هم له زندان څخه آزاد کړل شو.

امام احمد رحمه الله تر څه وخته پخپل کور کې د خپلو زخمونو په تداوي بوخت وو ، چې د زندان هغه ملګری ورته یاد شو ، له چا یې د هغه په حقله وپوښتل ، خبر راغی ول هغه وفات شوی ، امام صاحب د هغه زیارت ته ولاړ او د مغفرت دعاء یې ورته وکړه.

څه وخت وروسته یې په خوب ولېده چې په جنت کې دی ، پوښتنه یې ترې وکړه:  په کومه وجه او سبب جنت ته ولاړې؟
هغه وویل:  هغه وخت چې تاته مې د اعلاء کلمةالله په پار پر تکلیفونو د صبر او برداشت نصیحت کاوه ، الله تعالی زما توبه قبوله کړه.

د نورو لپاره ستاسو هڅونه کېدای شي د هغوی په ژوند کې بدلون راولي.

ډېری خلک تر هغه چې ده به فکر کاوه لوړ هدف ته ورسېدل ، ځکه چې حتما یو چا هڅولی او د هغه وړتیا یې ورپه ګوته کړې.

دا حقیقت دی چې که سړی هرڅومره هم خراب شي خو بیا هم یو ښه أړخ لري

اللهم صل علی محمد وعلی آل محمد بعدد کل معلوم لك

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x